Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې يې شاوخوا ۷۰ سلنه هغو ماشومانو ته چې په ښار او ولسواليو کې په درنو کارونو بوخت دي، د زدهکړو زمينه برابره کړې ده.
د الحبتور ګروپ مشر خلف احمد الحبتور وایي، امنیتي کسانو د یو شمېر هغو افغان نجونو مخه نیولې چې د زدهکړو لپاره متحده عربي اماراتو ته تلې خو ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاملرنې موسسه وایي، دمګړۍ ۲،۵ میلیون افغان نجونې له زدهکړو پاتې دي، خو د پوهنې وزارت بیا وایي چې له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي.
ملګري ملتونه وايي، د ا.ا واکمنۍ له دوکلنې کېدو سره هممهاله یې په افغانستان کې د نجونو زدهکړو لپاره کمپاین پیل کړی دی.
د فراه ولایت فراهرود ولسوالۍ ابخرما سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې شاوخوا اته سوه کورنۍ ژوند کوي خو له کلونو راهیسې ښوونځی نه لري او ماشومان یې له زده کړو محروم پاتې دي.
د ملګرو ملتونو علمي، ښوونځیز او فرهنګي اداره یا یونسکو یوه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې ۱۱۸،۵ میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی توماس ویسټ وایي، افغان ښځې او نجونې د افغانستان راتلونکي لپاره ستره شتمني ده او خپلو وړتیاوو ته د رسيدو لپاره یې زدهکړو ته د بشپړ لاسرسي حق لري.
خوست ښار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوړو زدهکړو سرپرست وزير وايي، د هېواد پرمختګ او خودکفا کېدل له زدهکړو سره مستقيمه اړيکه لري او
د کونړ ولایت وټهپورې ولسوالۍ د میدان سیمې خلک وايي، له کلونو راهیسې یې ماشومان له زدهکړو بې برخې دي او له حکومته غواړي چې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
پارون (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): په نورستان کې ځایي چارواکي وایي، سږ کال یې د دغه ولایت لرو پرتو سیمو لس زره هغو ماشومانو ته
د غزني د ګېرو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ په دېسي او بډي سیمو کې هیڅ ښوونځي نشته او ماشومان یې له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د زدهکړو په برخه کې د نادولتي سازمانونو د فعالیت له احتمالي درېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن