Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
سېمهییز مسوولین وایي، د غزني ولایت په ناهور ولسوالۍ کې د مېشتو کوچیانو د دوو قومونو تر منځ لس کلنه دښمني حل شوه.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د شېخاباد درې په زرني سیمه کې د ځايي کوچیانو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو کس وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، بټيکوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو خپلمنځي شخړه کې درېيو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اروزګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت چارچینو ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي کلینیک د فعالیت پر سر د تره د زامنو ترمنځ شخړه شوې چې په نتیجه کې یې درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د نورستان امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د پور پر سر شخړه کې يو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولايت په درهنور ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د شخړې له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې يو ډاکټر وژل شوی او شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د میدان وردګو ولایت سیمه ییز مسولین وایې، چې جلرېز ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ فزیکي شخړه شوې چې له امله یې درې تنه ټپيان شوي.
د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د والیبال لوبې پر مهال شخړه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
ځایي مسوولین وایي، د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې دېرش کلنه شخړه په سولهییزه توګه هواره شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP