Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
فراه کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې په یوه کور کې د چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اوو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
فراه کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ته د نږدې ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د اداري ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
فراه کې د دغه ولایت د کرنې ریاست په مرسته او د یوې موسسې په ملاتړ د «عنابو او شاتو» دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې ۱۸ کاله مخکې د یوې کورنۍ د یوه غړي د وژل کېدو له امله پیل شوې وه، د دغه ولایت د عالمانو، ځايي مسوولینو او قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د فراه سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د هرات – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د ۱۸۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د د یو شمېر پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې دي
د فراه یو شمېر اوسېدونکي وایي، وروسته له هغه چې دغه ولایت کې د اوړو د تولید یوې کارخونې کار پیل کړی، اوس ډېر شمېر خلک بهرني وارداتي اوړه نه پېري، ځکه داخلي اوړه باکیفیته دي او بیه یې ټیټه ده.
د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې د خوارځواکو ماشومانو درملنې لپاره د یوه لسبستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې.
د فراه سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې ۷۰ ټنه تاریخ تیره خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول شي
د فراه د پرچمن یو شمېر خلک وايي، له دې امله چې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات محدود دي، د انټرنېټ پر مټ د اړیکو نیولو لپاره یو جيبي انټرنېټ له خصوصي شرکتونو په ۲۰۰ افغانۍ پېري چې دا د دوی لپاره ملا ماتوونکې بیه ده.
د فراه سیمهییز مسوولین وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۱ ورزشي لوبغالي جوړ شوي چې د ورځې په بېلابېلو وختونو کې پهکې سلګونه کسان په لوبو بوخت وي.
د فراه ولایت له بالابلوک او فراهرود ولسوالیو پرته د نورو ټولو ولسوالیو سړکونه لا هم خامه دي چې له امله یې خلک په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP