لوګر کې د نیالګېو اېښودلو پسرلنی کمپاین پيل شو
په لوګر ولایت کې د نیالګیو اېښودلو پسرلنې کمپاین پيل شو چې په ترڅ کې به یې ۲۵۰ زره میوهلرونکي او بېمېوې نیالګي کېښودل شي.
په لوګر ولایت کې د نیالګیو اېښودلو پسرلنې کمپاین پيل شو چې په ترڅ کې به یې ۲۵۰ زره میوهلرونکي او بېمېوې نیالګي کېښودل شي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي چې د دغه ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې ۱۲ درملتونونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې په روان لمریز کال کې یې دغه ولایت کې د ځوانانو علمي کچې لوړولو په موخه اته علمي سیالۍ جوړې کړې دي.
لوګر ولایت امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت کشفي او امنیتي ځواکونو په مرکز پلعلم کې دوه کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو بزګرانو د قوشتېپې کانال د زرغونتیا لپاره د ۱۷۰ زره نیالګيو مرسته کړې ده.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د څلورو کلپونو د لسګونو لوبغاړو ترمنځ د رمضان جام تر نامه لاندې د کانګفو سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر حکومتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ازرې ولسوالۍ لاره چې د سختو ورښتونو او واورې ښویېدنې له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د زر تنو ځوانانو ترمنځ د امام ابوحنیفه (رح) د پېژندنې په اړه علمي سیالۍ تر سره شوې.
د لوګر د ټولګټو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د ازرې او خروار ولسوالیو مواصلاتي لارې له تېرې ورځې راهیسې د ډېرې واورې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د لوګر ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو مدیریت اړوند د درېیو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر بدنې روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د سوک وهنې فدراسیون له لوري د رمضان جام په نوم د سوک وهنې یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار او ولسوالیو کې د ۱۱۶ ښوونځيو شوراګانو سلګونو غړو ته د پوهنې بهیر د پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکول کېږي.
د لوګر په برهکيبرک ولسوالۍ کې د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د یوه کس په شخصي لګښت د مرمرینو ډبرو د پروسس او تولید یوې کارخونې پر فعالیت پيل وکړ.
د لوګر کانونو او پټرولیم ریاست وایي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۳۰ نوي کانونه تثبیت شوي دي.
د لوګر سیمهییز چارواکي وايي چې د کور او ښارجوړولو وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د استوګنې اووه ښارګوټي جوړېږي.
د لوګر سیمهییز چارواکي وایي چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګریز مارکېټونه جوړېږي.
د لوګر ولایت د سوداګرۍ خونه وایي چې سږ کال د دغه ولایت له مرکز پلعلم او ولسوالیو ۱،۱ میلیون ټنه کرنيز محصولات صادر شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د استخباراتو ریاست کارکوونکو له لوري د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ له کتابپلورنځیو د پوهنې وزارت اړوند د ښوونځیو سلګونه ټوکه کتابونه ترلاسه شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت د ۴۵ زره زدهکوونکو لپاره د درسي توکو مرسته وشوه.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت محمداغې، برهکي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالیو ته د ازبکستان وارداتي برېښنا غځول کیږي.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې په دغه ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې سږ کال تر اوسه په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵۹ نور ټپیان شوي دي.
لوګر کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د کتبخېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.