هلمند کې د ۱۴ کیلومتره سړک د ترمیم او جغلاچونې چارې بشپړې شوې
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۴ کیلومتره سړک د ترمیم او جغلاچونې چارې بشپړې شوې دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۴ کیلومتره سړک د ترمیم او جغلاچونې چارې بشپړې شوې دي.
د هلمند امنیه قوماندي وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور تپیان شوي دي.
د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د واشير ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – هرات پر لویه لار د یوې ترافيکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې هلمند کې یې ۴۵ کلن سړي ته د پیسو په بدل کې د ۷ کلنې ماشومې د جبري نکاح په تړاو دوه ښکېل کسان نیولي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی چې څه باندې څلور زره نومرې به ولري، جوړېږي.
هلمند کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مسوولین وایې، تېر لمریز کال کې یې دغه ولایت کې د معلولینو د فزیکي بیارغونې مرکز د هلمند په ګډون د ګاونډیو ولایتونو د څه باندې ۱۹ زره اوسېدونکو وړیا درملنه کړې چې په کې عملیاتونه هم شامل دي.
د هلمند د عامې روغتیا مسوولین وایي، د دغه ولایت په سنګین او کجکي ولسوالیو کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
هلمند کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې یوې۵۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی دوه کلن ماشوم ژغورل شوی دی.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د نهرسراج ولسوالۍ مقام لپاره د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې پر نشهيي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو درملنې شلستریز روغتون پرانیستل شو.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې چې د ژوند لومړنۍ ټولې اسانتیاوې به ولري.
د دفاع وزارت د ژغورنې ټیم هلمند ولایت کې هغه څلور کلنه نجلۍ چې یوې ۷۰ متره څاه ته لوېدلې وه، ژغورلې ده.
د بلخ او هلمند امنیتي مسوولین وايي، د ماین جوړولو او وسلو ساتلو په تور یې اووه کسان نیولي دي.
هلمند کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د شخړې له امله ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په اروزګان او هلمند ولایتونو کې له څه باندې ۹۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.
هلمند کې د پنبې د پروسس او تولید فابریکو یو شمېر مسوولین د دې ترڅنګ چې خپلو تولیداتو ته د نړۍوال بازار غوښتنه کوي وايي چې د برېښنا لوړې بیې او ډېرې مالیې یې تولیدي پروسه ټکنۍ کړې دي.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د «ستا» په نوم یوې نوې سیمهییزې خصوصي راډیو خپرونې پیل کړې.
هلمند کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې د وروستي ورښت، سېلابونو راتلو او تندر لوېدو له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۳۴ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګرمسېر او بغني ولسوالیو کې د ۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هلمند کې د یوې مرستندویه موسسې په مالي ملاتړ د لسو ولایتونو د پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په هلمند ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰۰ معلولینو او غزني ولایت کې ۲۰۰ معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د ۷۶ میلیون افغانیو په لګښت د درېيو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.