Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې سږ کال د ځمکې لاندې اوبو کچه ډېره ټيټه شوې چې له امله يې د انارو شاوخوا ۳۳۶ هکټاره باغونه وچ شوي دي.
د ننګرهار ولايت د سينديزې حوزې مسوولين وايي، د وچکالۍ د مخنيوي لپاره هڅه کوي چې په دغه ولايت کې لسګونه واړه چيک ډيمونه (د اوبو بندونه) جوړ کړي.
د جوزجان ځيني کروندګر د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، د وچکالۍ له امله یې د للمي او ابي غنم کروندې د له منځه تلو له خطر سره مخ دي او حکومت باید دې برخه کې پاملرنه وکړي.
په غور ولایت کې یو شمېر مالداران وايي، د وچکالۍ او بېوزلۍ له امله مجبور دي چې خپل څاروي په ټيټه بیه وپلوري.
په دايکنډي کې د بادامو بڼوال او پلورونکي د وچکالۍ زیاتېدو له امله د دغه محصول پر کمیت او کیفیت د منفي اغېز په اړه شکایت لري.
د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ ځیني بزګر وایي، سږ کال د اوبو کموالي له امله یې ډېر کرنیز ځایونه وچ او له حاصله پاتې شوي دي.
د دایکنډي کروندګر او د کرنې ریاست مسوولین تاییدوي چې هره ورځ د اوبو کمښت او وچکالۍ په سختېدو سره، د دغه ولايت ونو او ځنګلونو سخته صدمه لېدلې ده.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږ کال به په دغه ولايت کې د وچکالۍ له امله د شولو په کښت کې ۳۰ سلنه کموالی راشي.
د دایکنډي اوسېدونکي او کروندګر په دغه ولایت کې د سختې وچکالۍ له امله اندېښمن دي او له حکومته د خلکو وضعیت ته د رسېدنې غوښتنه کوي.
د سرپل د کرنې ریاست چارواکي وایي، سږ کال د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د بېوخته ورښتونو او وچکالۍ له امله شاوخوا ۶۰ سلنه للمي او ۱۵ سلنه د اوبو کښتونه له منخه تللي دي.
د کاپيسا یو شمېر کروندګر د دغه ولايت په ځینو ولسواليو کې د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله شکايت کوي، وايي چې کروندې يې له منځه تللې دي.
په کندوز کې ځیني کروندګر وایي، سږکال په دغه ولایت کې زرګونه هکتاره للمي ځمکې له حاصلاتو پاتې شوې دي؛ له همدې امله دوی له جدي ننګونو سره مخ شوي او حتی نشي کولی چې خپل لګښت پوره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP