کورنیو چارو وزارت: د یوه بېپیلوټه الوتکې د قاچاق مخه نیول شوې
د کورنیو چارو وزارت وایي، له خوست ولایت څخه یوه ګاونډي هېواد ته د بېپیلوټه الوتکې د قاچاق مخه نیول شوې ده. باختر خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست د نظارت څانګې…
د کورنیو چارو وزارت وایي، له خوست ولایت څخه یوه ګاونډي هېواد ته د بېپیلوټه الوتکې د قاچاق مخه نیول شوې ده. باختر خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست د نظارت څانګې…
د پاکستان مشهور دیني عالم مفتي تقي عثماني ویلي، د شریعت نفاذ مهم دی خو د دې لپاره وسلهوالې مبارزې ته اجازه نشته.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني پولیسو پر موټر ځانمرګي برید له امله د پولیسو په ګډون، دوه کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې په پاکستان کې د افغان بنديانو د خلاصون، دواړو هېوادونو ته د مسافرو تلو راتلو لپاره اسانتیاوو برابرولو او د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګ او چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت د وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راورسېد.
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې سبا د دغه هېواد په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت وايي، له پاکستان سره د سرحدي شخړو مخنيوي په موخه د افغانستان او پاکستان یوې ګډې کمېټې کار پیل کړی دی.
پاکستاني چارواکي وایي، په دغه هېواد کې د هغو افغانانو نوملیکنه پیلوي چې تر اوسه له حکومت سره ثبت او راجستر نه دي.
د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اسیا مرکزي زون والیبال سياليو کې د ګډون په موخه پرون پاکستان ته رسېدلې ده.
پاکستان د افغانستان سرپرست حکومت له عامې روغتیا وزارت سره په روغتیایي برخه کې د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، له پاکستانه یې ۳۲۴ نور افغانان تېره ورځ په یوې چارټر شوې الوتکه کې کاناډا ته لېږدولي دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، پاکستاني چارواکو په تورخم کې هغه ۳۵ افغانان د کډوالو چارو ادارې ته سپارلي چې له تېرې يوې مياشتې راهیسې د دغه هېواد په زندانونو کې بنديان وو.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له پاکستانه وغوښتل چې افغانانو ته د ویزو ورکړې په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او که اړتیا وي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به په دې برخه کې همکاري وکړي.
د کوزې پښتونخوا وتلی سیاستوال محسن داوړ وایي، په پاکستان کې له افغانانو سره ډېر بد چلند کېږي، دوی له مجبورۍ دلته راغلي او پر وړاندې یې ټوله نړۍ مجرمه ده.
د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو پایلوبه کې انګلیستان، پاکستان ته ماتې ورکړه او د دغه جام اتلولي یې وګټله.
پاکستان، چین او روسیې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ځانګړې غونډې پرېکړهلیک ته رایه ورنه کړه. د افغانستان په اړه دا ځانګړې غونډه پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو…
د پاکستان د سند ایالت پولیسو ویلي، په کراچۍ ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۲ نور افغانان یې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیولي دي. په کراچۍ کې د نیمه…
افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر مېرمن کرن ډیکر وایي، دوی د افغان ښځو د ټولو حقونو د خوندیتوب د ضمانت ملاتړ کوي. افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د لړم…
د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې پاکستان لومړنۍ لوبډله شوه چې پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. د کرکټ شل اووریز جام سیالیو په لړ کې نن لومړۍ نیمه پایلوبه د…
په پاکستان کې ۳۰ افغانان په داسې حال کې له زندانه خوشي شوي چې د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په سند ايالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۰۰ افغان کډوال بنديان دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د کراچۍ ښار په زندان کې یو افغان بندي مړ شوی دی. د ډیوه راډیو خبر له مخې، دغه افغان څه موده مخکې له لسګونو نورو افغانانو سره د…
مخکني ولسمشر حامد کرزي له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره د نړۍوالو موازینو او بشري حقونو له مخې سالم چلند وکړي.