ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنیو چارو وزارت: د یوه بې‌پیلوټه الوتکې د قاچاق مخه نیول شوې

کورنیو چارو وزارت: د یوه بې‌پیلوټه الوتکې د قاچاق مخه نیول شوې

author avatar
2 Dec 2022 - 04:20
کورنیو چارو وزارت: د یوه بې‌پیلوټه الوتکې د قاچاق مخه نیول شوې
author avatar
2 Dec 2022 - 04:20

اټلانټا (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وایي، له خوست ولایت څخه یوه ګاونډي هېواد ته د بې‌پیلوټه الوتکې د قاچاق مخه نیول شوې ده.

باختر خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست د نظارت څانګې یوه افسر قاري زیارت ګل په حواله خبر ورکړی چې منسوبینو یې د خوست ښار اړوند په کنډیو سیمه کې عملیات کړي او درې کسان یې له یوه بې‌پیلوټه الوتکې سره نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې چې یاد کسان له تېرې یوې میاشتې راهیسې تر څارنې لاندې وو او غوښتل یې دغه بې‌پيلوټه الوتکه یوه ګاونډي هېواد ته قاچاق او هلته یې په ۲۵۰ زره امریکایي ډالر خرڅ کړي.

قاري زیارت ګل وایي، په نیول شوو کسانو کې یو د یادې الوتکې خرڅوونکی او دوه قاچاقبران شامل دي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.