منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۳ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

پروان

۱۹۹ راپورونه

راپورونه

غړي

پروان کې د لویې لارې امنیتي کسانو کمین کې په تېروتنه دوه امنیتي کسان وژل شوي

د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ امنیتي کسان د کمین لپاره یوې سیمې ته روان وو چې د لویې لارې امنیتي کسانو له کمین سره مخ شوي او د نه همغږۍ له امله دوو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پروان ښوونکي: د بانک له لارې د معاشونو وېش دغه بهیر ستونزمن او ځنډنی کړی

د پروان ولایت ښوونکي شکایت لري چې د عزیزي بانک له لارې د دوی میاشتنۍ تنخوا ورکول ستونزمن شوی او ډېر وخت نیسي؛ هغوی یې له ستونزو سره مخ کړي او کومې ورځې چې معاشونو پسې بانک ته ورځي نو زده‌کوونکي هم له درسونو پاتې کېږي.

غړي

پروان کې د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر شوي

د پروان د کرنې او مالدارۍ ریاست په داسې حال کې په دغه ولایت کې د غنمو په حاصلاتو کې د ۲۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې خلک له وچکالۍ څخه شکایت لري.

غړي

پروان کې کشف شویو ناچاودو توکو ته د چاودنې ورکولو له امله خلک زیانمن شوي

د پروان ولایت امنیه قومانداني، د داعش ډلې د مهماتو او وسلو د یوه ډک موټر د کشف او کشف شويو ناچاودو توکو ته د چاودنې ورکولو خبر ورکوي؛ په ورته وخت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې دغې چاودنې خلکو ته زیان اړولی دی.

غړي

پروان کې سلګونه لېټره شراب نیول شوي

امنیتي ځواکونو د پروان په مرکز چاریکار کې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې اته سوه لېټره شراب او د الکولي مشروباتو یوه کارخانه کشف او ترلاسه کړي او ورسره په تړاو یې لس…

نور راپورونه