درېیو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو سره مرستې وشوې
په پکتیکا کې له ۲۸ زره اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، په غور کې له ۱۶۳۹ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو او په فراه کې له ۸۵۸ کروندګرو سره د سبو د اصلاح شوي تخم مرسته وشوه.
په پکتیکا کې له ۲۸ زره اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، په غور کې له ۱۶۳۹ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو او په فراه کې له ۸۵۸ کروندګرو سره د سبو د اصلاح شوي تخم مرسته وشوه.
د پکتیکا چارواکي وايي، د ژمنیو رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته د دغه ولایت په مرکز او پنځلسو ولسوالیو کې د ماشومانو د زدهکړې ۷۴۷ سیمهییز ټولګي بېرته پیل شول.
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د هغو ودانیو ړنګولو چارې پيل شوې چې د ښاروالۍ د ماسټر پلان خلاف او په خپل سر جوړې شوې دي.
د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلهځپلو کورنیو لپاره د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۵۰ کورونو جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتیکا د هټۍوالو ټولنه وايي، له ولایتي ادارې سره په همغږۍ یې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به راکړه ورکړه په افغانیو کوي، که څوک سرغړونه وکړي نو دوکان به یې تړل کېږي او حکومت ته به نغدي جریمه ورکوي.
د پکتیکا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې یې ۲ زره کیلوګرامه ومان بوټي -چې هلمند ته قاچاق کېدل- ترلاسه کړي دي. امنیې قوماندانۍ په دې اړه د یوې خبرپاڼې په…
د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له خوا په ډزو کې یو افغان ماشوم وژل شوی دی.
د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې مېشتو قومونو پرېکړه کړې چې له دې وروسته به څوک لوړ ولور نه اخلي او په واده کې به ډېر لګښت نه کوي.
د پکتیکا د اقتصاد ریاست وايي، په دغه ولایت کې د موسسو شمېر او فعالیتونه ډېر شوي چې له مخې یې، خلکو ته د کاري زمینو برابرولو ترڅنګ د بشري مرستو رسولو په برخه کې هم پرمختګ راغلی دی.
د پکتیکا اړوند د ښرنې- اورګون، ښرنې- خیرکوټ او ښرنې- مټاخان لارو ۱۱ پلګوټي- چې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي وو- د ۳،۵ میلیون افغانیو په لګښت ورغول شول.
په پکتیکا او زابل ولایتونو سلګونو اوسېدونکو په سویډن او نيډرلینډ هېوادونو کې قرانکریم ته د شوي سپکاوي غبرګون کې لاریونونه وکړل او د سپکاويکوونکو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.
د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په «چانهخوا» سیمه کې د یوې مدرسې ودانۍ - چې اوس یوې سېلابځپلې کورنۍ ژوند پکې کاوه- سوځېدلې ده.
د افغانستان ستره محکمه وایي، په پکتیکا کې اړوندو محکمو د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په درېیمه ربع کې څه باندې ۵۰۰ قضیې حل او نږدې ۴۰۰ وثیقې اجرا کړي دي.
د پکتیکا اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو او لېسو کې د ښوونکو ۹۰۰ بستونه تش دي چې د زدهکوونکو د زدهکړو پر څرنګوالي یې سیوری غوړولی دی. هغوی د…
د پکتیکا د سرحوضې ولسوالۍ په لرې سیمه «مارزک» کې یوه روغتیايي مرکز ته د ۳،۵ میلیون افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه شوه.
د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د تېرې زلزلې له امله زیانمنو شوو خلکو ته ۴۸ کورونه جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، په اورګون ولسوالۍ کې يوه څلور کلنه ماشومه د چړو په ګوزارونو وژل شوې ده.
د پکتیکا د زلزلهځپلو ولسوالیو برمل، ګیان او زېړوک اوسېدونکي وايي، که څه هم له دوی سره په ځینو برخو کې مرستې شوې خو د بنسټیزو کارونو په برخه کې ورسره شوې ژمنې نه دي عملي شوې.
ښرنه (پژواک ۱۴ لېدنۍ ۱۴۰۱) د پکتیکا ولایت په سرروضې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پکتیکا د مرکز ښرنې د ملکي روغتون رییس ډاکټر یحیی پژواک خبري اژانس ته…
د پکتيکا یو شمېر اوسېدونکي او سیمهییز سوداګر وايي، که حکومت یې د جلغوزیو حاصلاتو ته بازار پیدا نه کړي، نو له زیان سره به مخ شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې د څه باندې ۸۰۰۰ زلزلهځپلو لپاره ۱۰۰۰ کورونه جوړ کړي دي.
د پکتيکا چارواکي وایي، د دغه ولايت د مرکز او بېلابېلو ولسواليو ترمنځ په غځېدلو لویو لارو کې هغه پولګوټي رغوي چې د تېرو جګړو يا طبيعي پېښو له امله تخريب شوي دي.
د پکتيکا اوسېدونکي په تروې، وړممۍ او وازېخوا ولسواليو کې د ښوونکو له کموالي شکایت کوي او غوښتنه کوي چې د دغو ولسوالیو ښوونځیو ته دې د ښوونکو تشکیل ډېر شي.
ناپېژانده کسانو د پکتیکا ولایت د مرکز اړوند په «څلي کلي» کې یو ۱۹ کلن ځوان - چې ټاکل شوې وه نن یې د واده مراسم تر سره شي ـ وژلی دی.