ښرنه (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د پکتیکا د سرحوضې ولسوالۍ په لرې سیمه «مارزک» کې یوه روغتیايي مرکز ته د ۳،۵ میلیون افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه شوه.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر حکمتالله عصمت پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه روغتیايي مرکز لپاره د ودانۍ جوړولو چارې دوې میاشتې مخکې پیل شوې وې چې اوس بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

هغه زیاته کړه: «مارزک د سرحوضې ولسوالۍ لرې سیمه ده چې مخکې یې مجهز روغتیايي مرکز نه درلود، له نننۍ افتتاح وروسته به د دې سیمې خلک له روغتیايي خدماتو برخمن شي او ستونزې به یې هوارې شي.»

په پکتیکا کې د روغتیا ترویج مدیریت ادارې/ OHPM مسوول دورمحمد سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، د مارزک روغتیايي مرکز لپاره د ۳.۵ میلیون افغانیو په ارزښت ودانۍ د دې موسسې له لورې جوړه شوې چې نن ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

هغه زیاتوي: «یاد روغتیاي مرکز له دې وړاندې SCHC خدمات وړاندې کول چې د سیمې د خلکو ستونزې یې نه شوې هوارولای، خو اوس دا روغتیايي مرکز په CHC+ بدل شوی چې د یادې سیمې د اوسېدونکو ډېرې روغتیايي ستونزې به ورسره هوارې شي.»

د سرحوضې د مارزک سیمې اوسېدونکي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې په دې لرې غرنۍ سیمه کې روغتیايي مرکز ته ودانې جوړه شوه او ارتقا یې هم وکړه.

هغه زیاتوي: «مارزک د سرحوضې ولسوالۍ لرې سیمه ده چې مخکې یې اوسېدونکو د روغتیا په برخه کې زیاتې ستونزې درلودې، خو اوس چې روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه شوې او ارتقا یې هم کړې ده، نو ستونزې به یې حل شي.»

هغه له حکومته د نورو خدمتونو ترڅنګ د دې ولسوالۍ د لارو جوړولو غوښتنه هم لري او وايي، خلک د لارو خرابوالي له امله له یوه ځایه بل ته په ډېر کړاو تګ راتګ کوي.