ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د ښوونکو ۹۰۰ بستونه تش دي

پکتیکا کې د ښوونکو ۹۰۰ بستونه تش دي

author avatar
7 Jan 2023 - 16:44
پکتیکا کې د ښوونکو ۹۰۰ بستونه تش دي
author avatar
7 Jan 2023 - 16:44

ښرنه (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د پکتیکا اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو او لېسو کې د ښوونکو ۹۰۰ بستونه تش دي چې د زده‌کوونکو د زده‌کړو پر څرنګوالي یې سیوری غوړولی دی.

هغوی د دغو تشو بستونو ډکولو او د ښوونکو تشکیل پوره کولو غوښتنه کوي.

د یاد ولایت د وړممۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي میرک پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې ولسوالۍ په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت هغه ستونزه ده چې له کلونو راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دي.

هغه زیاتوي: «زه د وړممۍ لپاره د معارف سابقه آمر یم، له پخوا تر اوسه زموږ په ولسوالي کې د معلمانو کمښت ډېر دی او دا ستونزه تر اوسه نه ده هواره شوې.»

نوموړی وايي، که د ښوونکو کمښت ستونزه هواره شي نو د زده‌کړې پر بهیر به خورا مثبت اغېز وکړي.

د پکتیکا د لرې ولسوالۍ ګیان یو اوسېدونکی صدر خان هم په دغه ولسوالۍ کې د ورته ستونزې خبر ورکوي او وايي، د ښوونکو کمښت له امله د دوی په ښوونځیو کې د زده‌کړو کیفیت ښه نه دی.

نوموړی زیاتوي: «زه په ګیان کې د افغان سرې میاشتې رضاکار یم، دلته په ښوونځیو کې پوره معلمان نشته او زموږ اولادونه په هغه ډول زده‌کړې نه شي کولی چې باید ویې کړي.»

د هغه په خبره، په ښوونځیو کې د ښوونکو تشکیل په پوره کېدو سره به د زده‌کړې بهیر معیاري شي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست هم تاییدوي چې په دغه ولایت کې د ښوونکو ۹۰۰ بستونه تش دي.

د دغه ریاست تدریسي مرستیال عبدالقیوم فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۹۰۰ تشو بستونو له جملې یې۶۰۰ بستونه اعلان ته ورکړي، شاوخوا ۱۳۰۰ کسانو ورته نوم‌لیکنه کړې ده او ۱۱۰۰ کسان شارټ‌لیست شوي چې په نږدې راتلونکي کې به ترې ازموینه واخیستل شي.

نوموړی زیاتوي چې په شارټ‌لیست شوو کسانو کې ۲۶ ښځې هم شاملې دي چې ازموینه کې له بریالیتوب وروسته به د اړتیا وړ سیمو کې پر دندو وګومارل شي.

فاروقي دا هم وویل چې د پاتې تشو بستونو ډکولو لپاره یې هڅې دوام لري، څو په ټولو بستونو کې مسلکي کسان وګومارل شي او په را روان ښوونیز کال کې پوهنې برخې ته په رښتینې توګه کار شوی وي.

پکتیکا د افغانستان د سوېل‌ختیځ زون ولایت دی چې په ۴۱۲ ښوونځیو کې یې ۴۴۵۸ ښوونکي پر دندو بوخت دي.

Visits: 49

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.