منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۴ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ښوونځي

۲۱۷ راپورونه

راپورونه

غړي

لوګر کې ۱۲ ښوونځي ورغول شول

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/UNICEF  له لوري ۹ او د پوهنې وزارت له لوري ۳ ښوونځي بیا ورغول شول.

غړي

د پوهنې رییس: فاریاب کې ۱۸۵ ښوونځي ودانۍ نه لري

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۵۵۰ فعالو ښوونځیو له ډلې ۱۸۵ یې ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په جوماتونو، تر خېمو او ونو لاندې په ازاده فضا کې په بد حالت زده‌‎کړې کوي.

۱۲ کلن الیاس: د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو له امله ښوونځي ته نشم تللی

۱۲ کلن هراتی ماشوم الیاس په داسې حال کې چې د دغه ولایت د استقلال لېسې د دېوال ترڅنګ او سینما چوک پر پلې‌لارې د کثافاتو پر راټولولو بوخت دی وايي، پلار یې ناروغ او خپله اړ دی چې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

غړي

د اندونیزیا نړۍوال کنفرانس د بین‌الافغاني ډیالوګ او نجونو ښوونځیو پیلېدو غوښتنه وکړه

په اندونیزیا کې د افغان نجونو له زده‌کړو د ملاتړ په موخه جوړ شوي نړۍوال کنفرانس د بین‌الافغاني ډیالوګ او نجونو ښوونځیو پر پیلېدو ټینګار کړی دی. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په…

غړي

د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو ماشومانو ته ښوونځي غواړي

د غزني د خوګیاڼو اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي له سلو ډېر کلي لري چې زرګونه خلک په کې ژوند کوي، خو یوازې د هلکانو درې ښوونځي په کې شته چې هغه هم په وروستیو درېیو کلونو کې جوړ شوي او تر اوسه ودانۍ نه لري.

غړي

مجاهد د نویو بندیزونو په غبرګون کې: امریکا د نورو اهدافو لپاره پلمې لټوي

د افغانستان سرپرست حکومت وایي، امریکا د ښځو د زده‌کړو ځنډ په پلمه د اسلامي امارت د مشرانو پر سفرونو د بندیز اعلان د افغانستان له ملت سره د خواخوږۍ له مخې نه کوي، بلکې د نورو اهدافو لپاره ورته پلمې لټوي.

نور راپورونه