اټلانټا (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د سیمې او نړۍ ۲۷ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته د نجونو ثانوي ښوونځيو خلاصولو غوښتنه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس پر ټویټر لیکلي چې نن ۲۷ هېوادونو د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ وکړ چې افغان نجونو ته د ثانوي زدهکړو اجازه ورکړي.
https://twitter.com/USAmbUN/status/1582804768539709441?s=20&t=yDFKGGHG7dGW5mgLzzHh6w
هغې زیاته کړې، د افغانستان ښځې او نجونې باید بشپړ او مکمل حقوق ولري.
بلخوا په «افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې» د تلې په ۲۷مه په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې اساسي او بشري حقوقو ته نه خوندیتوب ترڅنګ د ښځو او نجونو د زدهکړو پر وړاندې د سرپرست حکومت محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
په دې ډله کې د امریکا متحده ایالتونو او بریتانیې ترڅنګ قطر، استرالیا، بنګله دېش، بلجیم، کاناډا، چاد، فرانسه، جرمني، یونان، هنګري، اندونیزیا، ایرلنډ، ایټالیا، جاپان، لبنان، لیتوانیا، ناروې، سريلانکا، ترکیه، ترکمنستان او د متحده عربي اماراتو په ګډون ځیني نور هیوادونه هم شامل دي.
د دې ډلې په اعلامیه کې ویل شوي: "دغه ډله پر طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د نجونو د متوسطه او لېسي زدهکړو پر وړاندې بندیز چې له یو کاله راهیسې پرې لګېدلی، بېرته واخلي."
په یاده اعلامیه کې د سرپرست حکومت د چارواکو له خوا د هغو ښوونځيو د بېرته بندولو په اړه اندېښنه ښودل شوې چې څه موده وړاندې په ځينو ولایتونو کې د سیمې د خلکو له خوا پرانیستل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت په پکتیا ولایت کې د خلکو او ښوونځيو مدیرانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستلو راپورونه ورکړل شول خو وروسته بېرته وتړل شول.
په «افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې» هېوادونو په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې د نجونو پر زده کړو د سرپرست حکومت محدودیت د اکثریت خلکو غوښتنه نه ده او په خبره یې، افغانستان به په نړۍ کې یوازېنی هېواد وي چې نجونې له زده کړو منع دي.
سرچینې زیاته کړې: "دغه ډله یو ځل بیا د نجونو په ګډون د ټولو افغانانو لپاره د زده کړو پر حق باندې ټينګار کوي او له طالبانو غواړي چې د زده کړو حق ته احترام وکړي او په ټول افغانستان کې د ټولو زده کوونکو او نجونو پر مخ د ښوونځيو خلاصولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي."
د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د امریکا ځانګړې استازې مېرمن رینا امیري په یوه ټویټ کې د یادې ډلې د اعلامیې ملاتړ کړی.
https://twitter.com/SE_AfghanWGH/status/1583139895106711552?s=20&t=yDFKGGHG7dGW5mgLzzHh6w
هغې په یوه ټویټ کې لیکلي: «دا چې دغه ډله د افغان ښځو او نجونو ستونزې په ډاګه کوي، زه ویاړم چې له دې ډلې سره کار کوم، کوم هېواد چې خپلې ښځې او نجونې له لاسه ورکړې، هغه سخت دریخۍ او ناکامۍ لوري ته درومي، موږ باید په هر حالت کې له افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړو.»
د یادونې ده، له تېر کال راهیسې په افغانستان کې تر امر ثاني د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي بند شوي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










