ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنیو چارو وزارت: ملګرو ملتونو په ښوونیز ډګر کې د سرپرست حکومت هڅې وستایلې

د بهرنیو چارو وزارت: ملګرو ملتونو په ښوونیز ډګر کې د سرپرست حکومت هڅې وستایلې

author avatar
16 Oct 2022 - 01:02
د بهرنیو چارو وزارت: ملګرو ملتونو په ښوونیز ډګر کې د سرپرست حکومت هڅې وستایلې
author avatar
16 Oct 2022 - 01:02

اټلانټا (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې په ښوونیز ډګر کې د سرپرست حکومت هڅې وستایلې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د تلې په ۲۳مه، د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) نوې مشرې روزا اوتونبایوا، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په پيل کې د بهرنيو چارو وزير روزا اوتونبایوا ته په افغانستان کې د کار د پیل له امله مبارکي وویله، د همکارۍ ډاډ یې ورکړ او زیاته یې کړه چې هغه به له خپلې اوږدې تجربې څخه په افغانستان کې د کار پرمهال ګټه پورته کړي.

امیرخان متقي وویل، اوس د دې وخت دی چې نړۍ او افغانستان یو له بل سره نږدې شي، یو د بل شرایط، لومړیتوبونه او غوښتنې درک کړي او یوناما دا کار ښه کولای شي.

د یوناما مشرې د خپلو خبرو په پيل کې مننه وکړه چې د افغانستان حکومت ورته د ښه کار شرایط برابر کړي دي.

هغې زیاته کړه: «یوناما ستاسې او نړۍ ترمنځ د پله کار کوي او موږ به خپله نهايي هڅه وکړو چې ستاسو پیغام نړۍ ته ورسوو چې افغانستان څنګه بیا ورغوو.»

اوتونبایوا د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ښارونو کې د سرپرست حکومت له خوا د بیارغونې ځینو پروژو د پیل ستاینه وکړه.

نوموړې همداراز وویل، یوناما به خپله ټوله هڅه وکړي چې افغان فنډ بیا ژوندی کړي، څو د باور وړ بانک پیدا کړي.

د یوناما مشرې همدارنګه له ډاډمن امنیت څخه خوښي څرګنده او زیاته یې کړه، داسې حساس مسایل هم شته چې په کار ده دواړه لوري پرې په ګډه کار وکړي.

روزا اوتونبایوا وویل، په افغانستان کې ډېر کارونه روان دي او د دغه هېواد انځور یوازې تور او سپین نه دی؛ همدا چې زرګونه زده‌کوونکي له ښوونځیو تر لوړو زده‌کړو پر زده‌کړو بوخت دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند بلخي وایي، اوتونبایوا په ښوونیز ډګر کې د افغان سرپرست حکومت هڅې وستایلې.

بلخي په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندېز لګولی دی.

د بهرنیو چارو وزیر د یوناما د مشرې له نظرونو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې یوناما د خپل مسؤولیت په چوکاټ کې د افغانستان حقایق نړۍ ته ورسوي او دا به ډېره ګټه وکړي؛ ځکه چې ځینو رسنیو د افغانستان منفي انځور نړۍ ته وړاندې کړی دی.

متقي ښوونیز بهیر ته په اشارې وویل، دمګړۍ سلګونه زره نجونې او هلکان په خوندي چاپېریال کې پر زده‌کړو بوخت دي. همداراز د نشه‌یي توکو کښت او قاچاق بله هغه برخه ده چې افغان حکومت توانېدلی پر وړاندې يې په لنډ وخت کې ګټور ګامونه پورته کړي.

روزا اوتونبایوا چې د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره ده، څه موده مخکې په افغانستان کې د یوناما مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وټاکل شوه.

Visits: 117

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.