له کندهار زندان څخه ۳۵۰ کسان خوشې شول
د کندهار له مرکزي زندان څخه په بېلابېلو جرمونو تورن او په نشه يي توکو روږدي ټولټال ۳۵۰ کسان خوشي او خپلو کورونو ته ولېږل شول.
د کندهار له مرکزي زندان څخه په بېلابېلو جرمونو تورن او په نشه يي توکو روږدي ټولټال ۳۵۰ کسان خوشي او خپلو کورونو ته ولېږل شول.
چارواکي وايي، په کندهار ښار کې یوه کس د خپلې طلاق کړې مېرمنې پر خپلوانو برید کړی؛ یو کس یې وژلی، دوه ښځې او یو بل کس یې ټپیان کړي دي.
د کندهار ولایت مقام وایي چې د مرافعه محکمې د حکم له مخې درې کسان په ۳۹، ۳۹ دُرو ووهل شول.
د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې یو ځل بیا غلاوې ډېرې شوې دي چې دوی ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
د کندهار ټکسي او ریکشا چلوونکي وايي، په دې وروستیو کې د تېلو بیې له کوم لامل پرته لوړې تللې او د دوی پر کاروبار یې منفي اغېز کړی دی.
نامعلومو وسلهوالو تېره شپه شاوخوا اته بجې، د کندهار ښار د ۸مې او ۱۳مې حوزې ترمنځ په چهار باغ سیمه کې یو کس په ډزو وژلی دی.
کندهار (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱) د کندهار امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت په تېره یوه میاشت کې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي. د کندهار امنیې قومندانۍ له تروریزم سره…
کندهار (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱) د کندهار امنیتي مسوولین وایي چي د دغه ولایت په رېګستان ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د درزي ګېټ په ساحه کې یې د پنځهزره پسونو د قاچاق مخه نیولې ده. د ۲۰۵ البدر…
په کندهار کې نن (د چنګاښ ۲مه) لسګونو ځوانانو او دیني عالمانو په پکتیکا، پکتیا او خوست کې د زلزلې قربانیانو ته د دعا په موخه د قرانکریم ختم وکړ.
په کندهار ښار او ولسوالیو کې د ۴۰ پلونو او پلګوټو د جوړولو چارې نن پيل شوې چې سلګونو کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.
کندهار (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱) د کندهار په دوولسمه ناحیه کې د اوبو رسولو د یوې پروژې چارې پيل شوې چې د دغه ناحیې تر څنګ به د دوولسمې ناحیې سلګونو اوسېدونکو ته هم اوبه رسوي. د مسوولینو په وینا،…
ځایي چارواکي وایي چې په کندهار او کاپیسا ولایتونو کې درې مړي موندل شوي دي.
د کندهار کروندګر وايي، له تېر کال راهیسې په دغه ولایت کې د شنو خونو/ Green Housesجوړولو بهیر درېدلی؛ په داسې حال کې چې مخکې به هر کال د کرنې وزارت او ځینو موسسو په مرسته لسګونه شنې خونې جوړېدلې او سلګونه کسان پکې په کار بوختېدل.
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په چهار سنګ سیمه کې د یوه واده ۲۵ تنه ګډونوال د خوړو له امله مسموم شوي دي.
د کندهار امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په معروف او ریګستان ولسوالیو کې يې د ۱۱۰۰ پسونو د قاچاق مخه نيولې ده.
د کندهار د پوهنې ریاست وايي، د پوهنې وزارت ته یې خالي بستونه وړاندیز کړي وو چې هغوی یوازې ۱۴۱۴ بستونه منلي او اوسمهال د دغو بستونو لپاره نوملیکنه روانه ده.
د کندهار ولایت یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو د یوې غونډې پر مهال له اوسني سرپرست حکومت څخه ملاتړ اعلان کړ، خو د کار او ډوډۍ غوښتنه یې هم وکړه.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په مرغۍ کلي کې د څښاک پاکو اوبو د یوې پروژې کار پیل شو چې په بشپړېدو به یې زرګونو کورنیو ته د څښاک صحي اوبه برابرې شي.
کندهار کې د ځواکمنو ځوانانو غورځنګ یو شمېر غړو نن د یوه لاریون په ترڅ کې له نړیوالې وغوښتل تر څو امریکا مجبوره کړي چې د افغانانو کنګل شوې پیسې افغانستان ته وسپاري.
امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست په کندهار کې د خبریالانو او سیمهییزو رسنیو له استازو سره په یوه ناسته کې نوي محدودیتونه وضعه کړي او له خلکو یې د هغو د عملي کولو غوښتنه کړې ده.
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ د اروغ سیمې برمې ته لوېدلې ښځې ساه ورکړې ده.