ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو پروژه پيل شوه

په کندهار کې د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو پروژه پيل شوه

author avatar
20 Jun 2022 - 23:25
په کندهار کې د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو پروژه پيل شوه
author avatar
20 Jun 2022 - 23:25

کندهار (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱) د کندهار په دوولسمه ناحیه کې د اوبو رسولو د یوې پروژې چارې پيل شوې چې د دغه ناحیې تر څنګ به د دوولسمې ناحیې سلګونو اوسېدونکو ته هم اوبه رسوي.

د مسوولینو په وینا، دا پروژه چې تر ټولو لویه برخه یې سولر سیسټم دی د یو نیم میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت چې لګښت یې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له خوا ورکول کیږي تطبیقیږي.

د دغه پروژې د چارو د پيل پر مهال د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو رییس انجنیر جانان اغا وویل، دا پروژه به په څلورو میاشتو کې بشپړه شي.

د هغه په خبره، د دې پروژې له لارې به اته زره کورنیو ته اوبه ورسول شي او هغوی به بیا د اوبو له کمښت سره مخ نه شي.

ده زیاته کړه: «دا د اوبو رسولو لپاره د یوه سولر سیسټم پروژه ده چې یو میګاواټ برېښنا به تولیدوي او موږ به بیا د دوولسمي او نهمي ناحیو لپاره د برېښنا ستونزه ونه لرو، پخوا چې به یوه کور ته په لس ورځې کې اوبه رسېدلې اوس به هره ورځ یا هم یوه نه بله ورځ اوبه ورسیږي.»

هغه وایي، د کندهار د ځينو نورو ناحیو لپاره هم د اوبو رسولو د پروژو پر پلان کار کوي تر څو په نورو سیمو کې هم خلکو ته پوره اوبه ورسيږي.

د کندهار د دوولسمي ناحیې د اووم کذر وکیل اختر محمد وایي، دا یوه ډېره ګټوره پروژه ده چې له تطبیق سره به یې خلک له لوی ستونزې څخه خلاص شي.

ده وویل: «پخوا موږ ته په لس یا ډيرو ورځو کې یو ځل اوبه رسېدلې، له دې پروژې سره به خلک وکولای شي چې هره ورځ یا په دوو ورځو کې پاکې اوبه تر لاسه کړي چې دا زموږ لپاره ډېره هوسايي شوه.»

د دوولسمي ناحیې یو بل اوسېدونکی نورالله هم وایي، کله چې دا پروژه بشپړه شي خلک به د اوبو له ستونزو څخه خلاص شي او د اوبو پیسې به هم ورته پاتې شي.

هغه له مسوولینو څخه غوښتنه کوي چې د دې پروژې چارې منظمي وڅاري تر څو پر وخت بشپړه شي.

ده وویل: «د اوبو کمښت خو ډېر لوی مشکل دی نو اوس خوشحاله یو چې دا پروژه پلې کیږي، مسوولین یې باید ښه نظارت وکړي چې ژر یې کار خلاص شي.»

د نهمې ناحیې یو تن اوسېدونکی حاجي غلام حسن بیا وایي، د برمو اوبو له کښته کېدو سره په نهمه ناحیه کې ډېرې برمې وچې شوې او خلک ډیری اوبه پيسو رانیسي.

هغه زیاته کړه، په ځینو ساحو کې پاکي اوبه خلکو ته نلونو له لاري رسیږي خو ډيرې ساحې لا هم له پاکو اوبو څخه بې برخي دي.

ده وویل: «د اوبو کښته کېدو سره ډيرې برمې وچې شوې خلکو په اوه یا اته سوه یو ټانکر اوبه رانیسي، د نل اوبه کمي دي لږ کورونو ته رسیږي خو اوس چې دا نوې پروژه روانه ده تمه لرو چې اوبه زیاتي شي.»

د کندهار د ډيرو ناحیو اوسېدونکي د پاکو اوبو له نشتون سره مخ دي، دوی غوښتنه کوي چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست ټولو ناحیو ته اوبه ورسوي او یا دي هم په هغه ساحو کې برمې ووهي چیري چې د اوبوه کمښت دی.

 

 

Visits: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.