منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۲ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ویډیويي خبرونه

۱۲۲ راپورونه

راپورونه

د کابل په چهلستون کې د غره د احتمالي ښوېدو وېره او د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې

د کابل ښار د اوومې ناحیې د چهلستون تاریخي منار ته څېرمه په یوه غره کې د لویو درزونو راڅرګندېدو او د احتمالي ښوېدو وېرې د سیمې د اوسېدونکو اندېښمن کړي خو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره وایي،…

د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې د مرغانو منډۍ

دا د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د مرغانو منډۍ ده؛ دلته هره جمعه ښکاریان ښکار شوي مرغان راوړي او پلوري یې د سیمې اوسېدونکي د مرغانو د ښکار د مخنیوي غوښتنه کوي خو سیمه‌ییز مسوولین بیا وایي چې…

په غزني کې د کابل – کندهار لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو چارې پیل شوې

د غزني په مرکز کې د کابل - کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو او اساسي رغونې چارې پیل شوې.د غزني ښاروال مولوي ابومحمد ثابت د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، د سړک پراخولو او اساسي…

د غزني ـ ګیرو خرابې لارې؛ پنځه ـ شپږ ساعته سفر او د ناروغانو د انتقال ستونزې

د غزني د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، دې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې خرابې دي او تر غزني ښاره سفر کله ناکله پنځه ـ شپږ ساعته وخت نیسي. د دوی په وینا، د ناروغانو د انتقال او د بارانونو او سېلابونو…

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت په مالي لګښت د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. مسوولین وایي، روغتون به پر ۱۵ جریبه ځمکه جوړ او د سیمې اوسېدونکو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي. قومي مشران وایي، د روغتیايي…

د سپین‌بولدک بازار د عمومي سړک د بیارغونې ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې

کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د بازار د عمومي سړک د بیارغونې چارې روانې دي. مسوولین وایي، دغه سړک د شاوخوا یو میلیارد او ۳۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي او څلور کرښې لري. د پروژې د انجنیر په وینا،…

د غزني ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکي د کوڅه‌ډبو سپیانو له ډېرېدو شکایت کوي

د غزني ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکي په دې ناحیه کې د کوڅه‌‌‌ډبو سپيانو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې خلکو او ماشومانو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړې دي. د غزني ښار د پنځمې ناحیې…

اروپايي ټولنه په کندهار کې د مالدارۍ د ودې لپاره له بې وزلو کورنیو سره مرسته کوي

اروپايي ټولنې په کندهار کې د بې‌وزلو او اړمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او مالدارۍ د ودې په موخه مرستې کړې دي. د دغو مرستو موخه دا ده چې کورنۍ وکولای شي د مالدارۍ له لارې د عاید…

نورستان کې د «زرغون نورستان» کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د نورستان د طبیعت په غېږ کې د «زرغون نورستان» په نوم کلنۍ مشاعره ترسره شوه، چې چارواکو، شاعرانو، ترنم‌ویونکو او د ادب مینه‌والو پکې ګډون کړی و. د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع‌الحق حق‌بیان وویل، شعر…

غزني کې د سوېل‌لوېدیځ زون د بوکسینګ دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې

غزني کې د سوېل‌لوېدیځ زون د بوکسینګ دویم پړاو درې‌ورځنۍ سیالۍ د اوو ولایتونو د ۵۵ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې چې په پایله کې یې غزني لومړی او میدان‌وردګو دویم مقامونه خپل کړل. #غزني #بوکسینګ #سوک_وهنه #ورزشي_سیالۍ #سوېل_لوېدیځ_زون #ورزشکاران…

د هغه کتاب‌پلورنکي کیسه چې خلکو ته د کتابونو رسولو لپاره یې د مېرمنې د ګاڼو په پیسو موټرسایکل اخیستی

نصرت ارمان چې د خپلې مېرمنې د ګاڼو په پیسو یې موټرسایکل پېرلی، اوس کابل کې د خلکو تر کورونو کتابونه رسوي وايي، په دې کار کې هم د روزي هیله ویني او هم غواړي د مطالعې دود پیاوړی کړي.…

نور راپورونه