ژبه

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۳۱ کورنۍ راستنې شوې دي

هجرت‌الله کاکړ

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۸

Views: ۹

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۳۱ کورنۍ چې ۲۰۸۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۴۱۲ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۴۶۹ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۷۰ کورنۍ چې ۱۴۱۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۳۵۵ کورنۍ چې ۱۹۰۱ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون، ۳۷۶ زره او ۵۱۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۳۲۷ کورنیو سره په ټولیز ډول دوه میلیون او ۷۴۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۱۵ کورنۍ چې ۷۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۱۱ کورنۍ چې ۶۳ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۹۵ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۱۵ کورنیو سره په ټولیز ډول ۱۲۴زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۲۵ کورنۍ چې ۵۱۳ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۱۱۹۱ مسافر هم راستانه شوي دي.

د نغدي مرستو په برخه کې له شپږو کورنیو سره په ټولیزه توګه ۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۲۱ کورنۍ چې ۷۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۲۱ کورنیو سره ۱۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۴۶ کورنۍ چې ۲۸۸ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۲۰۵ زره او ۶۰۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۴۳۱ کورنۍ چې ۲۰۸۷ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۴۱۲ کورنۍ چې ۲۲۵۲ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۴۶۹ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۳۰۳ سیمکارتونه وېشل شوي دي.