کابل (پژواک ٢٥ تله ٩٠): په افغانستان کې د ډيموکراسۍ بهير د غرزي خواخوږي د ليکنو ټولګه له چاپه راووته.
په افغانستان کې د ډيموکراسۍ بهير د غرزي خواخوږي يوولسم اثر دى، چې دوه ويشت سرليکونه لري او په ١٨٤ مخونو کې ليکل شوى دى.
ياد شوى کتاب د زرو ټوکو په شمېر د خواخوږي ادبي او کولتوري ټولنې له خوا چاپ شوى دى.
خواخوږي په خپلو ليکنو کې د ډيموکراټيک نظام پر ټاکنو سربېره په بېلابېلو سياسي، تعليمي، پوځي او نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو پر بېلابېلو برخو خبرې کړې دي.
همداراز له امريکا سره د افغانستان پر ستراتيژيکو اړيکو د بحث ترڅنګ، په افغانستان کې د سولې د عالي شورا هڅې او په دې هېواد کې د ايران لاسوهنه او دوه مخى سياست هغه څه دي، چې په دغه کتاب کې څېړل شوي دي.
د خواخوږي د ليکنو په دغې ټولګه کې د هېواد د روانو حالاتو، تېر تاريخ، راتلونکى او نور موضوعات مطالعه کېداى شي.
په دغه کتاب کې په اداري فساد کې د ککړو کړيو يادونه شوې او هغوى په هېواد کې د بې امنيتۍ او ګډوډيو مسوول ګڼل شوي دي.
دغه اثر همدارنګه په هېواد کې د ولسي جرګې د وروستيو ټاکنو د درغليو په باب هم معلومات لري.
د غرزي په کتاب کې د مشروطه غوښتونکو په ګډون د څو پخوانيو ګوندونو يادونه هم شوې او د هر ګوند د مهمو غړو نومونه معرفي شوي دي.
غرزى خواخوږى د محمدابراهيم خواخوږي زوى دى، چې په ١٣٤٠ هـ ش کال په کابل کې زېږېدلى دى.
دى په اصل کې د کندهار ولايت اوسېدونکى او په قوم بلوچ دى، چې خپلې لومړنۍ زده کړې يې د کابل په حبيبيې لېسې کې ترسره کړي او د حربې پوهنتون د لوژستيک له پوهنځي څخه يې د ليسانس سند ترلاسه کړى دى.
کندهارد تاريخ په رڼا کې، لويه لوبه، په افغانستان کې د ډيموکراسۍ او ټولټاکنو بهير ته لنډه کتنه، ازمايلي مه ازمويئ، افغانستان به سوى ديموکراسۍ او شپږ نور هغه اثار دي چې نوموړي تردې وړاندې ليکلي او چاپ شوي دي.









