کابل (پژواک ٢٦ تله ٩٠): د هېواد د ختيځو او سوېلي ولايتونو خلک منلو دودونو ته په پام، ډله ييز ودونه ښه نه بولي او دغه کار د بې حجابۍ لامل ګڼي.
د دغو ولايتونو ډېرى خلک دغه دود له ګاونډي هېواد ايران څخه راغلى فرهنګ بولي او په بده سترګه ورته ګوري.
ډله ييز ودونه څه باندې شل کاله مخکې په ايران کې د پوهنتون د محصلينو له خوا، چې د واده کولو وس يې نه درلود، پيل شو.
خلک وايي، چې په ايران کې مېشتو افغان کډوالو، د نورو دودونو او کولتورونو په څېر د ډله ييزو ودونو دود هم له ځان سره افغانستان ته راوړى دى.
په لومړي ځل دغه ډول ودونه په مزارشريف کې د عراق د نجف مېشتي شيعه عالم، ايت الله سيستاني له خوا تنظيم شول.
دغه کار تر اوسه يواځې په شيعه ټولنو کې ترسره کېږي، خو د بلخ والي عطا محمد نور څو وخت مخکې يو کمېسيون جوړ کړى و، څو له بېوزلو سنيانو سره د ودونو په برخه کې هم مرسته وشي.
هغه ويلي وو، چې د افغانستان سني اکثريت د هغو دودونو مينه وال نه دي، چې له ايران څخه راغلي وي او دغه ډول ودونه پر افغاني فرهنګ باندې يو يرغل بولي.
خو بيا هم دغه ډول ودونه اوس د هېواد په يو شمېر ولايتونو، لکه: هرات، بلخ، باميان ، پروان او ځينو نورو کې ترسره کېږي، خو د هېواد په سوېلي او ختيځو ولايتونو کې خلک دغه دود ته په بده سترګه ګوري.
د سوېل ختيځ ولايت خوست د شېخ زايد پوهنتون محصل ثناالله وايي، دغو ودونو د ايران فرهنګي او سياسي لاسوهنه بربنډه کړه.
هغه پژواک ته وويل: ((که چېرې دا موسسې غواړي له بېوزله افغانانو سره مرسته وکړي، نو ولې له هغه چا سره همکاري نه کوي، چې د غريبۍ له امله د خپلو اولادونو خرڅولو ته اړ شوي دي.))
د نوموړي په وينا، ايران غواړي خپل فرهنګ په افغانستان کې خپور کړي او د افغانانو له بېوسۍ څخه ناوړه ګټه واخلي.
د زابل ولايت يوه قومي مشر حاجي عبدالرزاق پژواک اژانس ته وويل، چې ډله ييز ودونه ښه کار نه دی، ځکه دا اسلامي طريقه نه ده، د مېرمنو حجاب په کې خوندي نه وي او دغه کار له اسلام او کلتور سره په ټکر کې دى.
هغه زياته کړه، چې په سوېلي ولايتونو کې د ودونو مراسم په خپل پخواني دود ترسره کېږي او ګومان نه کوي، چې خلک به ډله ييزو ودونو ته زړه ښه کړي.
په ختيځو ولايتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې خلک وايي، چې دلته کلتوري او قومي دودونو د ډله ييزو ودونو مخه نيولې ده.
په ننګرهار کې يوه سوداګر ډاکتر مخلص احمد پژواک اژانس ته وويل، حاضر دى چې د دغه ډول ودونو لپاره مرسته وکړي، خو د هيواد په ختيځ کې ٩٠ سلنه وګړي پښتانه دي او دغه کار ته د خپلو منلو دودونو له مخې هېڅکله نه حاضريږي.
ډاکتر مخلص زياتوي، چې پښتانه په خېلونو او ټبرونو وېشل شوي، چې د تربګنۍ او کلتوري ارزښتونه يې کله نا کله په عقيدې هم برلاسي کېږي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم بيا وايي، چې ډله ييز ودونه اسلامي او افغاني ريښه نه لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ختيځو ولايتونو اوسېدونکي خپلو دودونو ته درناوى او ارزښت ورکوي او په وينا يې د سيمې فرهنګيان تر ډېره بريالي شوي، چې په ولس کې ودونه د شريعت په رڼا کې ترسره شي.
د پکتيا ولايت يو اوسېدونکى محمدالله وايي، چې ډله ييز ودونه پردى کلتور دى او بايد مخه يې ونېول شي.
هغه وايي: ((که په دې ډول موږ د پرديو کلتور په اسانۍ سره منو، نو لرې نه ده، چې د هندوانو په څېر ناوې او زوم په اور باندې هم اووه ځله راتاو کړو.))
د ده په وينا، راتلونکي نسلونه به له خپل کلتور څخه بې خبره وي او پردى فرهنګ به خپل بولي.
د پکتيا يو سوداګر حضرت ولي پژواک ته وويل: ((موږ هېڅکله د پردي کلتور د پلې کېدو لپاره لګښت کولو ته تيار نه يو.))
نوموړى وايي: ((تر اوسه مې له ډېرو خلکو سره د فردي ودونو کولو پر وخت مرسته کړې او بيا به يې هم کوم، خو د دې پلوی نه يم، چې دا کلتور دلته وده وکړي او په دغه ولايت کې خلک ډله ييزو ودونو وکړي.))
د غزني ولايت د ښځو چارو په رياست کې د حقوقو مديره فوزيه کاکړ وايي، چې د ډله ييزو ودونو دود له بهره راغلى او په لومړي ځل د هېواد په شمال کې څو ډله ييز ودونه وشول.
نوموړې زياتوي، چې په غزني کې د دغه کار لپاره خلک په ذهني توګه نه دي تيار، دغه راز امنيتي، اقتصادي او کلتوري شرايط هم د دغه کار خنډ ګرځيدلي دي.
د کاکړ په خبره، د غزني په ولسواليو کې خو هېڅ شونې نه ده، خو په ښار کې هم د دې ډول ودونو د ترسره کېدو لپاره ځاى نشته.
په ورته توګه د غزني د ولايتي شورا منشي عبدالولي خانزاده هم پورتنۍ ستونزې په ګوته کړې او د ډله ييزو ودونو کلتور يې په يوه ځانګړې سيمې پورې تړلى وباله.
خانزاده وايي: ((په غزني کې له لويه سره امنيتي حالت او ورسره د خلکو دودونه د ډله ييزو ودونو مخه نيولې او دغه کار ناممکن دى.))
د خوست يو ځوان سيف الله خوستی وايي، چې په دغه ولايت کې د ډله ييزو ودونو د نه ترسره کېدو يو لامل دا دى، چې دلته تر ټولو زيات ارزښت پښتني منل شويو دودونو ته ورکول کېږي.
د ده په خبره، دا يو نوی ګام دی او د پرديتوب بوى ترې راځي، نو ځکه يې په خوست کې هېڅ بېلګه تر اوسه نه ده ليدل شوې.
د هلمند د لښكرګاه ښار د نجونو د لېسې يوې زده كوونكې ليلا پژواك ته وويل، چې په هلمند کې رواج بل ډول دى او د دغه ډول ودونو کول ناشونى کار دى.
د هغې په وينا، دلته خلك دغه كار نه كوي او د نويتوب له امله په ښه سترګه نه ورته ګوري.
ليلا وايي: ((په دغه ولايت كې تر اوسه دومره ازادي هم نشته، چې نجونې په خپله خوښه واده وکړي، دلته ټول اختيار د كورنيو له مشرانو سره دى.))
د سياسي او ټولنيزو چارو کارپوه استاد حبيب الله رفېع وايي، کلتورونه خوځنده دي، له يوې سيمې بلې ته ځي، خو بايد په طبيعي ډول دغه کار وشي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې ايران تل له خپلو کلتورونو څخه خپلې سياسي ګټې پورته کوي او د نورو کلتورونو د له منځه وړو په موخه دغه کارونه کوي.
استاد رفېع زياته کړه: ((دا د ايران د اخوندانو د ګټې منبع ده او اوس غواړي، چې په افغانستان کې هم خپلې ګټې پسې وغځوي.))
د هغه په وينا، د پرديو کلتورونو د مخنيوي په برخه کې دولت مکلف دى، چې په اړه يې ګامونه پورته کړي.
نوموړي همدارنګه دغه د افغان ځوانانو مسووليت هم وباله، چې د غونډو، لاريونونو او خپرونو له لارې د دغه ډول کلتوري يرغلونو مخه ونيسي.
صفت الله، چې د تلې په ٤مه يې په پروان ولايت کې د يوه ډله ييز واده پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل: “له دوو کلونو را په دېخوا مې کوژده کړې وه، خو د واده توان مې نه درلود. “
نوموړي، چې د خپلې نکاح له مراسمو ډېر خوښ و، وويل، چې که ملي سوداګر له اړو ځوانانو سره دا ډول مرسته وکړي، له کورني تاوتريخوالي او د ځوانانو له غير اخلاقي کړنو به مخنيوى وکړي.
د بلخ په مزار شريف کې د اخوت ټولنې مشر مولوي عادل پژواک ته وويل، په داسې حال كې، چې د خلكو اقتصاد كمزورى دى د ودونو لګښتونه ورځ په ورځ ډېرېږي.
خو نوموړي ډله ييز ودونه نېک كار بولي او وايي، چې د كوژدې او واده تر منځ وخت ډېر حساس وي، چې د ولور او د واده د پاتې لګښتونو له امله يې هلک او نجلۍ د ژوند د تريخوالي لامل هم ګرځي.
د يادونې ده، چې په شمالي ولايتونو کې ډله ييزو ودونو ته زياتره خلک په ښه سترګه ګوري او د اضافي لګښت د مخنيوي او له اړو ځوانانو سره د مرستې په موخه يو نېک ګام بولي.









