کابل ( پژواک ٢٦تله ٩٠): د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وايي چې خصوصي تلويزيونونه کولاى شي د “مدرسې” په نوم فلم وپيري او خپور يې کړي .
د مدرسې فلم په ايران کې د هغې افغانې نجلۍ پر ژوند څرخي، چې د ايران د قوانينو او حالاتو له امله ښوونځي ته لاسرسى نه شي پيدا کولى . ټاکل شوې وه، چې دغه فلم تېره پنجشنبه د کابل ښار په استقلال لېسه کې د فرانسې په فرهنګي مرکز کې نندارې ته وړاندې شي .
خو ددې فلم جوړونکى اسد سکندر د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته ويلي و ،کله چې دا فلم د استقلال لېسې په تالار کې نندارۍ ته وړاندې کېده دافغان فلم له لوري د ايران سفارت په سفارش د نندارې اجازه ورنه کړل شوه.
د اړوندې موضوع په اړه نن د (تلى په ٢٦مه ) د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيدمخدوم رهين د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو کمېسيون ته غوښتل شوى و.
رهين وويل ، چې دې وزارت او يا هم د ايران سفارت په کابل کې د مدرسې په نوم فلم د نندارى مخنيوي نه دى کړى او هيڅ هيواد او ارګان ددى توان نه لري ، چې په معيارونو برابر فلم د نندارې مخنيوى وکړي .
خو دده په وينا، له امکانه لرى نده ، چې افغان فلم ددې فلم د نشر مخنيوي کړى وي او هغه ځکه ، چې دغه فلم به له هغوى سره ثبت نه وي .
د هغه په وينا ، که هر تلويزيون ددې فلم د پيرودولو توان ولري کولاى شي ويې پېري او نندارې ته يې کيږدي.
د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو کمېسيون يوه غړي عبدالستار خواصي پژواک ته وويل ، چې د ياد فلم په برخه کې د اطلاعاتو او کولتور وزير خبرې دوى ته د منلو وړ دي .
خواصي له خصوصي تلويزيونو څخه غوښتنه وکړه ، چې دغه فلم نندارى ته وړاندې کړي .
دا په داسې حال کې ده،چې د(( بشردحقونو د خزاني جشنواري فلم)) د جوړولو مسوولينو تيره اونۍ ويلي وو،چې ايران سفارت غوښتل څو په استقلال لېسه کې د((همسايه فلم)) د نندارې مخه ونيسي،خو هغوى له وړاندې فلم نندارۍ ته ايښى و.
دا فلم د ايران په سفيد سنګ کمپ کې ،د افغان کډوالو ژوند په ګوته کوي،چې هغوى د ايران پوليسو له خوا تر کړولو او ربړولو وروسته په ګوليو ويشتل کېږي.
همسايه فلم په ٥٠ غوره فلمونو کې شامل و،چې ډېرى يې افغاني وو او د ٢٢٠ فلمونو له ډلې څخه غوره شوي و.










