کابل (پژواک ٢٧ تلې ٩٠): له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان د پولې بيا تثبيت ته ځکه اړتيا ده، چې تر منځ روان سيند مسير بدلوي او په هرو شلو کلونو کې بايد پر پولو بيا کتنه وشي.
دا څرګندونې د افغانستان د جيوديزۍ او کارتوګرافي ادارې د جيوديزۍ رياست مشر فضل احمد هدايت، نن په کابل کې د جيوديزۍ ملي ورځې (د تلې ٢١مه) په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړې.
ياده شوې اداره د ١٣٣٧ هجري لمريز کال د تلې په ٢١مه، جوړه شوې او له امله يې دغه ورځ هر کال په هېواد کې نمانځل کېږي.
د هدايت په وينا، د افغانستان د شمالي سرحد د بيا تثبيت په موخه بايد د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له چارواکو سره خبرې وشي او د افغانستان او يادو شويو هېوادونو ترمنځ د پولې د بيا تثبيت لپاره د اړوندو هېوادونو د استازو په ګډون يو کمېسيون جوړ شي.
دى وايي، دا کار ځکه اړين دى چې د امو سيند خپل مسير بدلوي او د نړيوالو قوانينو له مخې، بايد د هغو هېوادونو پولې په هرو شلو کلونو کې له سره تثبيت او نوې سرحدي کرښه جوړه شي، چې تر منځ يې سيند تېر شوى وى.
دغه راز هغه زياتوي، چې د افغانستان او ايران تر منځ د پولې په يوه برخه کې هم اوبه دي، چې مسير يې د افغانستان خواته شوى او ايران خپلې خواته د سيند غاړه تحکيم کړې ده.
دى وايي، چې افغانستان له ايران او پاکستان سره پر پوله د سياسي ستونزو له امله کره سروې او نقشه اخيستنه يې نه ده شوې او ترڅو چې سياسي ستونزې هوارې نه شي، ياده شوې اداره په دې برخه کې اقدام نه شي کولاى.
ده د يادو شويو سياسي ستونزو په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې د ځينو راپورونو له مخې ايران او پاکستان په سرحدي سيمو کې تر يوه بريده د افغانستان خاورې ته ننوتي دي.
د راپورونو له مخې، د روان کال له پيل راهيسې له پاکستان څخه پر افغانستان توغندويي بريدونه کېږي او په دې وروستيو کې له ايران څخه هم پر افغانستان د ٦ هاوانونو د توغېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
خو ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ دغه راپورونه له مبالغې ډک وبلل او زياته يې کړه: ((لومړي راپورونه راځي چې سل مرمۍ راغلې، دوه سوه راغلې، سرتېرې د افغانستان خاورې ته راننوتلي دي؛ خو وروسته دا ټول دروغ وي، خو کله چې موږ څه تاييد کړي دي، افغان دولت په هغه وخت خپل کار کړى او په اړه يې ګام اخيستى.))
فضل احمد هدايت په نننۍ غونډه کې وويل، د يادې شوې ادارې ستونزه داده، چې دولت په تېرو لسو کلونو کې په دې نه دى توانېدلى، چې په ټول هېواد کې امنيت ټينګ کړي، ترڅو د ځمکو د ثبت، سروې او نقشه اخيستنې چارې پيل شي.
د افغانستان د جيوديزۍ او کارتوګرافي ادارې د سروې کدستر رياست مشر غلام اېشان سلطاني د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د ځمکو د سروې او ثبت کار په ١٣٤٥کال کې پيل او د محمد داوود د واکمنۍ تر پايه (١٣٥٧ کال) پورې يې دوام وکړ.
هغه زياته کړه، تر هغې وروسته يادې شوې ادارې د درې لسيزو جګړو له امله ونه کړى شول د هېواد پاتې سيمې نقشه اخيستنې او سروې کړي.
د سرچينې د معلومات له مخې، په ياده شوې موده کې څه کم ١٢ميليون جريبه شخصي کرنيزه ځمکه، نږدې دوه نيم ميليونه جريبه دولتي کرنيزه ځمکه او څه باندې ١٣ميليونه جريبه غيرکرنيزه دولتي او نادولتي ځمکې ثبت او سروې شوې دي.
خو هغه دا هم وويل، چې په هېواد کې په عمومي ډول د ځمکو د ثبت او سروې کار په ١٣٨٢کال کې د ولسمشر د فرمان له مخې وځنډول شو.
هغه زياته کړه، ولسمشر ځکه دغه فرمان صادر کړ، چې له يوې خوا د ناامنيو له امله د سروې ډلې سيمو ته نه شي تلاى او له بل پلوه د هېواد په ډېرو سيمو کې زورواکي شتون لري او کېداى شي، چې د ثبت او سروې پر مهال ځمکې په خپلو نومونو ثبت کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خپرو شويو راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا درېيو لسيزو کې په هېواد کې له څلور ميليونه جريبه ډېره ځمکه زورواکانو غصب کړې ده.
د افغانستان د جيوديزۍ او کارتوګراپي ادارې مشر عبدالرووف ياري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اداره له ځمکو څخه د موثرې ګټې اخيستو په موخه جوړه شوې او دا مهال د مخکې اخيستل شويو نقشو پر نوي کولو او ډيجټلي کېدو بوخته ده.
هغه وايي، د درېيو لسيزو جګړو پر مهال د يادې شوې ادارې يو شمېر تخنيکي وسايل له منځه تللي؛ خو يوه اندازه يې بېرته پېرلي او دا مهال کولاى شي چې د ځمکې له لارې نقشې واخلي.
خو ده وويل، د امريکا متحده ايالتونو ژمنه کړې، چې په دوو راتلونکو کلونو کې به يادې شوې ادارې ته يوه الوتکه هم ورکړي، ترڅو د هوا له لارې هم د سروې او نقشې اخيستو وړتيا پيدا کړي.









