غزني( پژواک ٢٧ تله ٩٠) : د غزني ښار د شاه مير په سيمه کې دتلې په ٢٧ مه د ښځو لپاره د فاتحې د ځانګړي سالون د جوړېدو کار پيل شو.
دغزني د والي مرستيال محمد علي احمدي ددې سالون د ډبرې ايښودو پر مهال پژواک ته وويل چې دمېرمنو لپاره د فاتحې د ځاى د نشتوالي ستونزه به هواره شي.
هغه زياته کړه،چې په پام کې ده د ښار په نورو برخو کې هم ورته سالونونه جوړ شي،ترڅو مېرمنې له کورونو د باندې په دې سالونونو کې د فاتحو او دعا اخيستلو مراسم پر ځاى کړي.
دغه سالون د ښاروالۍ د پراختيايي بوديجې د ٦،٦ ميليونه افغانيو په لګښت په دوو پوړو کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.
دغزني ښاروال سيد عبدالبصير هيله وښوده،چې له دې وروسته به د مېرمنو فاتحې په دې سالونونو کې اخيستل کيږي.
هغه زياته کړه په پام کې لري چې د ښار په نورو سيمو کې هم ورته سالونونه جوړ کړي،چې ترڅو د غزني ښار د بېلابېلو سيمو مېرمنې په اسانۍ د فاتحې مراسم پر ځاى کړي.
د غزني د ښار په سوداګريزه سيمه بزازۍ کې دا ډول يو سالون شته،خو مېرمنو ونشواى کړاى چې د امنيتي شرايطو او دغه راز له کورونوڅخه د لرې والي امله په کې د فاتحو مراسم پر ځاى کړي.
د غزني د ښځو چارو رييسې شکريې ولي پژواک ته وويل ،چې په کورونو کې د فاتحې اخيستل ستونزمن کار دى، ځکه چې ځينې کورنۍ هيڅ ځاى نه لري.
د دې په خبره ،د فاتحې اخيستلو د سالونونو له جوړيدو سره به مېرمنې وکړاى شي، چې په يوه وخت او يوه ورځ،له لګښته پرته د خپل مړي د دعا اخيستلو مراسم ترسره کړي.
دغه سالون په١٢٠٠ متر مربع ځمکې کې جوړيږي او بشپړېدل به يې اته مياشتي وخت واخلي.










