منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۲ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار والي: هند دې له افغان سينما سره مرسته وکړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

کندهار ) د لړم لومړۍ نېټه، ٩٠ ) : د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په دې ولايت کې د هندوستان هېواد له قونسل سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر کولتوري اړيکو ټينګار وکړ او ترې ويې غوښتل، چې ياد شوى هېواد دې له افغان سينما سره مرسته وکړي.

  ويسا نن تر غرمې وروسته په کندهار کې د هندوستان له قونسل وي پي رومال سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمى ايوبي وايي، چې کندهار والي له وي پي رومال سره په ليدنه کې وويل، چې هندوستان د کولتور او فرهنګ په برخه کې يو بډاى هېواد دى او د دواړو هېوادونو اړيکې اوږده مخينه لري.

 ويسا وويل، هندوستان د ادب او سينما په برخه کې ډېر پرمختګ کړى او دا اړينه ده، چې افغان سينماګرانو ته زمينه برابره شي، چې له هندي هم مسلکو سره خپلې تجربې شريکې کړي.

 ايوبي وايي، ټاکل شوې ده، د کندهار والي د همدې اونۍ په اوږدو کې هندوستان   ته سفر وکړي او له اړوندو چارواکيو سره به پر دې موضوع خبرې وکړي.

 په کندهار کې د هندوستان هېواد قونسل وي پي روما هم د کندهار له والي سره د ليدنې پر مهال د زده کړې، روغتيا او کولتور په برخه کې د خپل هېواد د هر اړخيزو مرستو ډاډ ورکړ.

 هغه وويل، چې له افغان سينماګرانو سره به د مرستې په برخه کې هم اړين ګامونه پورته کړي.