منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د اسلامي نړۍ هنري اثار په نيويارک کې نندارې ته کېښودل شول

پژواک خبري اژانس
· ۵ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

نيويارک (پژواک ٣ لړم ٩٠): د عربي، ترکيې، ايران، منځنۍ اسيا، سوېلي اسيا او افغانستان هېوادونو د هنر بيارغول شوې ګالري ګانې د امريکا د نيويارک ښار د متروپليتن د هنري اثارو په موزيم کې پرانېستل شوې.

 د ١٥نويو ګالري ګانو په جمله کې، چې تېره ورځ د متروپليتن په هنري موزيم (The Metropolitan Museum of Art) کې د فرهنګ او هنر د سلګونو مينه والو په حضور کې پرانېستل شوې، د افغانستان له غزني ښار نه هم په کې پنځه اثرونه نندارې ته وړاندې شوي وو.

 په دې اثارو کې دوه برونزي کاسې هم شاملې دي، چې عربي کلمې پرې ليکل شوي او د غزنويانو له دورې (هغه لړۍ، چې له ٩٧٧ نه تر ١١٨٦ زېږديز کال پورې يې له افغانستانه تر شمالي هند پورې په قلمرو کې شامل وو)، تړاو لري.

 درې نور اثار دېوالي پارچې دي، چې د څارويو څېرې پرې کاږل شوي او د ١٣مې پېړۍ له لومړيو (په غزني ښار کې د غوريانو دوره) سره تړاو لري.

 ټاکل شوې ده، چې غزني په ٢٠١٣ کال کې د اسلامي تمدن او فرهنګ د مرکز په توګه ونومول شي؛ دغه پرېکړه په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ وزيرانو په غونډه کې د اسلامي هېوادونو د علمي، روزنيز او فرهنګي سازمان (اسيسکو) په تصويب د لېبيا په طرابلس ښار کې وشوه.

 دغه ګالري ګانې د متروپليتن موزيم د اسلامي هنر د نامتو ټولګې ځاى دى، چې په نړۍ کې د خپل ډول تر ټولو ښې او جامع ټولګې دي او د بېلابېلو فرهنګونو تر منځ اړيکې په ښه توګه په ډاګه کوي او د ٥٠ ميليونه ډالرو په لګښت بيارغول شوې دي.

 د متروپليتن رييس توماس پ . کمبل د دې ګالري ګانو په پرانېست غونډه کې وويل: “ددې ګالريو پرانېسته د يوه جامع موزيم په توګه زموږ پر موخو لا زيات ټينګار کوي او يو استثنايي فرصت راکوي، څو په دې حساس موقعيت کې د اسلامي فرهنګ او هنر عظمت او پېچلتيا په نړۍ کې وښيو.”

 هغه وويل چې دغه ١٥ نوې ګالري ګانې په ١٣مه پېړۍ کې له منځني ختيځ، شمالي افريقا، اروپا او مرکزي او سوېلي اسيا څخه د اسلامي تمدن دوره په ډاګه کوي.

 د اسلامي هنرونو د څانګې مسوولې شيلا کنبي وويل، چې په دې موزيم کې د ډېرى ښکلو توکو نمونې له بېلابېلو سيمو راټولې شوې دي، چې له هنري ارزښت نه يې سترګې نه شو پټولى.

 هغې وويل: “له دې سره سره، چې زموږ ګالري ګانې په يوه اوږده موده کې د يوه عظيم قلمرو ښکارندويي کوي، هغه بېلابېل هنري کارونه، چې دلته نندارې ته اېښودل شوي دي، له څو اړخونو سره ورته دي، چې له دې جملې په پراخه کچه د عربي ليکنې يادونه کولى شو.”

 په دې مجموعه کې څه باندې ١٢٠٠٠ هنري اثار نندارې ته اېښودل شوي دي، چې په لوېديځ کې له اسپانيې نه په ختيځ کې تر هند پورې په کې شاملېږي او له اوومې پېړۍ راپدېخوا د هنري ډولونو ښکارندويي کوي.

د اثارو د ترميم يو شمېر پوهانو او متخصصينو، د دې ګالري ګانو د بيارغونې د يوې برخې په ترڅ کې د موزيم د لاسي ليکنو او ښيښه يي لوښو او نادرو او قېمتي فرشونو په ګډون د يو شمېر توکو د ساتنې پر يوه پراخ پروګرام لاس پورې کړى دى.

د دمشق خونه، چې ډېره ښايسته وه او په ١٧٠٧ زېږديز کال کې جوړه شوې ده او په عثماني دوره کې د يوه سوريه يي شتمن د کور تر ټولو ښه بېلګه ګڼل کېږي، د موزيم د وتلو اثارو له جملې نه ده.

له مصر، سوريې، عراق او ايران څخه ښيښه يي، فلزي او خټين اثار له ١٦مې او ١٧مې پېړۍ څخه موجود کلاسيک فرشونه، لکه د امپراتور فرش، له ١٦مې پېړۍ څخه يو عالي ترميم شوى فرش، چې د روسيې د پيتر کبير له خوا د هپسبورګ د لئوپلد امپراتور ته ډالۍ شوې ده، په دې ګالري ګانو کې د مهمو او ليدو وړ اثارو له جملې نه ګڼل کېږي.

د قرآن کريم نسخې، د مجللې شاهنامې مصورې پاڼې او د عربي، عثماني ترکانو، ايران او مغولي هند فوق العاده ميناتوري ګانې هم په دې ارزښتناکه اثارو کې شاملې دي.

د معمارۍ هغه اثار چې په دې موزيم کې نندارې ته اېښودل شوي دي، له ١٤مې زېږديزې پېړۍ نه يو محراب شامل دى، چې په اصفهان کې جوړ شوى او په ابي او لاجوردي کاشيګانو ښکلى شوى دى.

په دې ګالري ګانو کې څه باندې ١٢٠٠٠ هنري اثار، چې د هديې يا پېرودنې له لارې د موزيم د ١٤٠ کلن تاريخ په اوږدو کې ترلاسه شوي دي، نندارې ته اېښودل شوي دي، چې د دې ټولګې لومړنۍ ګالري ګانې په ١٩٧٥ کال کې د څانګې د رييس (ريچارد اتيګهوزن) تر نظر لاندې پرانېستل شوې وې.

دغه ګالري ګانې د ٢٠٠٣ کال د مې په مياشت کې د بيارغونې لپاره تړل شوې وې، چې بيارغونه يې د “د ٢١مې پېړۍ موزيم مت” د جامع پروګرام يوه برخه وه، چې په هغه کې د پنځم بلاک د سوېلي برخې د داخلي ودانۍ پروژه په کې شامله وه.

هغه پروګرامونه چې د نويو ګالري ګانو په تړاو چمتو شوي دي، د يو شمېر فرهنګي موسسو او د دې برخې د ځينو فعالانو، لکه شارمين او بيژن مصور رحماني، د پتي او اورت ب بريچ د بنياد، د دريس دوک د اسلامي هنر بنياد، د لاوري استرلينګ بنياد، د اغا خان د موزيک نوښت، د فرهنګ لپاره د اغا خان د بنيادونو د اتحاديې يو پروګرام، د ايراني مطالعاتو په برخه کې امريکايي موسسه او د مراکشي – امريکايي فرهنګي مرکز په مرسته ترسره شوي دي.

د دې ګالري ستره څېړونکې مريم اختيار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ګالري بيارغونې او څېړنې ٨ کاله وخت نيولى دى.