خوست (پژواک ٧ لړم ٩٠) : د خوست والي وايي، چې ددغه ولايت د ملکي هوايي ډګر کارونه په ډېرې چټکۍ سره روان دي، خو د بوديجې له کمښت سره مخ دي.
د خوست ملکي هوايي ډګر د دغه ولايت د اسمعيل خېلو او تڼيو ولسواليو ترمنځ په پراخه دولتي دښته کې جوړيږي،چې د جوړېدو لپاره يې د افغان دولت له لوري دوه ميليونه امريکايي ډالر منظور شوي، چې اوس يې د احاطې د دېوالونو او امنيتي پوستو د جوړېدو چارې روانې دي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي نن د (لړم ٧ مه) پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د خوست ملکي هوايي ډګر کارونه په چټکۍ روان دي، خو له دې څو چنده زياتې بودېجې ته اړتيا ده.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه هوايي ډګر چارې له پيله له کوم خنډ سره نه دي مخ شوې او د بودېجې د پيدا کېدو لپاره يې هم ګړندۍ هڅې پيل کړې دي.
هغه وويل:((د دغه حياتي، بنسټيزې او ولسي پروژې په برياليتوب کې د خوست ټول علماى کرام، قومي مشران، مدني ټولنې او عام خلک د زړه له تله همکاري کوي.))
نوموړي،منظور شوې بودېجه ډېر لږه وبلله ، له افغان دولت او نړيوالو مرستندويه موسسو يې وغوښتل، چې د دغې پروژې د بشپړېدو په موخه دې ورسره نوره مرسته هم وکړي، چې په نړيوالو معيارونو برابر هوايي ډګر جوړ شي.
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ قومي مشر ناظم ځدارڼ پژواک اژانس ته وويل، چې په خوست کې د هوايي ډګر جوړېدل د قومونو يو لوى ارمان دى.
هغه زياته کړه، چې د هوايي ډګر د جوړېدو لپاره يې په وار وار د خوست له ولايتي ادارې، مرکزي دولت او په خپله له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنې کړې دي.
خو نوموړي هم د يو ښه ډګر د جوړېدو په موخه له افغان دولت او نړيوالو مرستندويه ټولنو څخه د زياتې بودېجې غوښتنه وکړه.
د تڼيو ولسوالۍ قومي مشر خان ولي تڼي وويل، چې خوست د هېواد يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې په بهر کې ډېر مسافر لري.
د هغه په خبره، چې په اوس وخت کې شاوخوا سل زره خوست مېشتي په بهرنيو هېوادونو کې مېشت دي.
نوموړي وويل، چې که په دغه ولايت کې په نړيوالو معيارونو برابر هوايي ډګر جوړ شي، نو مسافرو او کورنيو ته به يې ډېرې اسانتياوې برابرې شي.
په خوست کې اوس مهال يو نظامي هوايي ډګر شته، چې بهرني ځواکونه ور څخه کار اخلي.










