کابل (پژواک ٧عقرب ٩٠): سبا به له افغانستان څخه سعودي ته د حج د فريضې د ادا کولو په موخه د تلونکيو ٣٠ زرو افغانانو د لېږد لړۍ بشپړه شي، خو هڅې روانې دي ، چې سلګونو نورو کسانو ته هم د تګ امکانات برابر شي .
دا څرګندونې د افغانستان د ارشاد ، حج او اوقافو وزير محمد يوسف نيازي د لړم په ٧مه په کابل کې خبريالانو ته وکړې .
نيازي خبريالانو ته وويل ، ټاکل شوې ده چې له مخکې پلان شويو ٣٠ زره حاجيانو څخه د نن ورځې تر پايه سعودي ته د لېږل شويو کسانو شميره ٢٩ زره تنو ورسيږي .
دى وايي ټاکل شوې ده چې زر تنه نور سبا دې هېواد ته ولېږدول شي
له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حج د فريضې د ادا کولو په موخه د تلونکيو کسانو د لېږد چارې، د تلې په ١١مه پيل شوې دي .نيازي په نننۍ خبري ناسته کې هيله وښوده، چې سعودي عربستان، په سلګونو نورو افغانانو ته هم وېزه ورکړي ، تر څو د حج د فريضې د ادا کولو لپاره سعودي ته د تګ امکانات ورته برابر شي .
دى وايي چې په دې اړه يې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سره خبرې کړې دي ، تر څو له دپلوماتيکو لارو څخه يادو کسانو ته د ويزې اسانتياوې برابرې شي .
ده د يادو کسانو مشخصه شمېره په ګوته نه کړه، خو زياته يې کړه چې په يادو سلګونو کسانو کې د شهيدانو ورثه او د ولايتونو متفرقه کسان شامل دي .
دا په داسې حال کې ده ، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي نادرخان کټوازي ددې جرګې په غوڼده کې محمد يوسف نيازي ته وويل چې دې وزارت يو شمير هغو کسانو ته چې د حج لپاره يې پيسې هم تحويل کړي ، ويلي چې حج ته نه شي تلى او خپلو کورونو ته دې ولاړ شي.
نادرخان کټوازي ويلي و ، چې د يوه زيارت کوونکي سهم په بل باندې د ٥٠٠ ډالرو په بدل کې پلورل شوى دى .
خو د ارشاد،حج او اوقافو وزير د کټوازي د څرګندونو په ځواب کې وويل، چې دوى يواځې هغو کسانو ته ځواب ورکړى ، چې هغوى په خپل وخت پيسې نه دي تحويل کړي .
ده ويلي و، چې که عربستان افغانستان ته د نورو حاجيانو سهم ورکړي، نو لومړيتوب به يادو ځواب شويو کسانو ته ورکړي . هغه ونه ويل چې څومره کسانو په خپل وخت پيسې نه دي تحويل کړي او ځواب شوي دي .









