کابل ( پژواک ۱۴ لړم ۹۰ ) د نړۍ له بیلا بیلو سیمو څخه سلګونه زره مسلمانانو د اسلام د پنخم رکن حج اعظم رکن (وقوف عرفه) فریضه ادا کړل.
مسلمانانو تیره شپه له مکې مکرمې څخه منا ته تللي وو او نن له غرمې مخکې د عرفات غونډۍ ته راټول شول او دالله په دربار کې یې دمغفرت دعاګانې وکړې.
دوی د غرمې او مازیګر مونځ په ګډه دعرفات د نمرې په جومات کې ادا کړل او له هغې وروسته د مزدلفې په لوري وخوځیدل ، هلته به د ماښام او مازیګر لمونځ کوي د شنه اسمان لاندې به شپه تیروي او سبا به جمره عقبه ترسره کوي، بیا به قرباني کول او له هغې وروسته به حلق ترسره کوي.
د عرفات د نمرې په جومات کې د حج په خطبه کې امام او د سعودی مفتي اعظم شیخ عبدالعزیز آل شیخ مسلمانانو ته پخپله وینا کې هغوی ښو کارونو ته راوبلل او له بدو کارونو یې څخه یې دځان ژغورنې ته راوبلل.
هغه زیاته کړه، څوک چې په ځمکه کې فساد خوروی، هغوی لپاره خدای ج سخته سزا اعلان کړې او هیڅوک حق نه لري چې د چا وینه په ناحقه تویه کړي.
سږ کال دافغانستان د ۳۰ زرو حاجیانو په ګډون له ټولې نړې څخه نږدې دوه میلیونه مسلمانان د حج فریضې ادا کولو په موخه مکې مکرمې ته تللي دی.
د جمال احمد کاکړ په نامه یوه افغان چې د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته تللی، د ټیلیفون په لیکه پژواک ته اژانس ته وویل چې نن د حج د لوی رکن وقوف عرفات په ښه توګه ترسره شو او دوی له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.










