کابل (پژواک ١٥ لړم ٩٠): يو شمېر افغانان وايي، چې تېرو جګړو د اختر نمانځلو بڼه بدله کړې او د پخوا په څېر نه نمانځل کېږي.
د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ اوسېدونکى ٢٣ کلن محمد نظيم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى په خپله سيمه کې د اختر نمانځنې لپاره بېلابېل دودونه لري.
د هغه په خبره، چې پخوا به يې په سيمه کې له اختر څخه درې ورځې وړاندې د شپې له خوا اورونه بلېدل، کليوال، تنکي ځوانان او ماشومان به، چې کله اختر ته درې شپې پاتې وې هره شپه پر کورونو د صدرې ټولولو لپاره ګرځېدل، خو اوس هغه دودونه له منځه تللي دي.
نوموړى وايي، چې اوس يواځې د اختر په ورځو کې د خپلو خپلوانو او دوستانو کورونو ته ځي، ډوډۍ خوري، خبرې او مجلسونه کوي او سندرې اوري.
محمد نظيم زياتوي، چې اوس ځکه دغه لوبې د کلي خلک نه شي کولاى؛ چې له يوې خوا خلک زړه ماتي شوي او له بلې خوا څوک د ملي اردو، پوليسو او يا هم د وسله والو طالبانو له وېرې نه شي کولاى نورو کليو ته تګ راتګ وکړي.
د هرات ولايت اوسېدونکى فريد نوښت وايي، چې مخکې خلک ډېر رښتيني وو او ترمنځ يې باور ډېر وو او په ازاده توګه به د يو بل کورونو ته تلل، خو اوس دغه راشه درشه په اخترونو کې يواځې د نارينه وو تر ورتګ پورې محدوده ده.
هغه له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې زياته کړه: ((اوس په اخترونو کې د ښار، پارکونو او مېله ځايونو ته هم له خپلې کورنۍ او يا دوستانو سره په ډاډه زړه نه شي تلاى، چې هسې نه کومه چاودنه يا بله بده پېښه رامنځته نه شي.))
د کندز ښار اوسېدونکى نور الله وايي، چې دلته ځينې کورنۍ د اختر په ورځو کې هغو کورنيو ته د دعا لپاره ورځي، چې تر اختر وړاندې په کې مړى شوي وي.
دى وايي، دغه يو ناوړه دود دى، چې په ځينو سيمو کې د خلکو له خوا بند شوى، خو د دوى په سيمه کې اوس هم تر مبارکۍ مخکې مړو ته دعا کوي.
د بغلان ولايت د پلخمري اوسېدونکى ٣١ کلن ګل بهار خان وايي، چې د دوى په سيمه کې هم دغه دود و، چې د اختر په ورځ به ټول کليوال هغو کورنيو ته د دعا لپاره ورتلل، چې له اختر مخکې به مړى په کې شوى و.
خو د هغه په خبره، چې نږدې دوه کاله وړاندې د کلي د مشرانو او ملا امام په غوښتنه دغه دود بند شو.
نوموړى زياتوي، چې دغه دود اوس هم شته، چې د اختر په ورځ د سهار له لمانځه وروسته يو شمېر سړي هديرې ته ځي او هلته يوه شېبه د خپلو مړو له قبرونو سره پاتې کېږي.
خو ديني عالمان بيا د اختر په ورځو کې د مړي کور ته د دعا په موخه له نورو وړاندې ورتګ، کورنۍ ته په خوښۍ کې د غم وريادول بولي او وايي، چې دغه رواج اسلامي نه، بلکې يواځې يو منل شوى دود دى، چې بايد ترې ډډه وشي.
د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکى او ديني عالم مولوي جمال الدين روهيلي هديرو ته د تګ په اړه پژواک اژانس ته وويل: ((که څوک هديرو ته ځي او دعا کوي دا د ثواب کار دى، خو دا چې ځينې خلک له ځانونو سره قبرونو ته اوبه او نوې جنډې وړي او ياهم مېوې پرې شيندي دغه عمل د اسلام له احکامو سره په ټکر کې دى.))
هغه زياتوي، چې د اختر په ورځ د پاکو او نويو جامو اغوستل، د ځان سينګارول، عطر او رانجه کارول سنت کار دى، له سپين ږيرو او مشرانو سره اول مبارکي کول او هغو کورنيو ته، چې مړى په کې شوى وي تر ټولو وړاندې ورتلل، د مرورو پخلا کول، د اسلام له نظره نېک اعمال دي.
د کندهار اوسېدونکى او د کندهار پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي محصل محمد ظاهر وايي، چې د کندهار خلکو به پخوا د اختر په ورځو کې د شپې د خوښۍ ډزې کولې، ماشومانو او ځوانانو په پټاکۍ الوځولې، خو اوس دغه دودونه د امنيتي ځواکونو له خوا بند شوي دي.
د هغه په خبره، چې غېږې نېول، د مړزانو لوبه يا بدلول، خوسى کول او په ځينو ځايونو کې د سپيو، چرګانو او هګيو جنګول رواج دي.
د کابل ښار د خوشحال خان مېنې اوسېدونکى شريف الله، چې له غزني څخه راکډه شوى پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې هڅه کوي، چې د خپل کلي دودونه دلته هم ژوندي وساتي.
هغه زياته کړه: ((موږ کله جومات او کله هم د خپلو ګاونډيو، چې د لوګر او وردګو اوسېدونکي دي، يوې حجرې ته په ګډه چاى راوړو، اختر مبارکي کوو او بيا يو د بل کورونو ته ورځو، خو د خپل کلي خوند په کې نشته.))
د لوګر د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکى خان محمد، چې اوس د کابل _لوګر ترمنځ موټر چلوي وايي، چې دوى د اختر په ورځ ټول جومات ته چاى راوړي، مرور سره پخلا کوي، بيا د يو او بل کورونو ته ورځي.
نوموړي زياته کړه، چې ځينې لويان ماشومانو ته د اختر مبارکي ورکوي، نازوي يې، کورنۍ وړو او لويانو ته مېوې او دسمالونه ورکوي او هغه څوک، چې کوژده يې کړې وي د خپل خسر کور ته پوره پوښ (ډالۍ) وړي او دغه کار بايد له اختر نه يوه ورځ وړاندې وشي.
د وروستيو جنګ جګړو، اقتصادي ستونزو او نورو لاملونو له امله، ګڼ شمېر افغانان بهرنيو هېوادونو ته يوازې او يا له کورنيو سره يوځاى کډه شوي دي، دوى اوس هم د کډوالۍ پر مهال اخترونه په هماغه ډول نمانځي.
په عربي متحده اماراتو کې مېشت افغان، حاجي عبدالله وايي، چې دوى يوازې د اختر په لومړى ورځ يو څه خوښي کوي.
د هغه په خبره، چې دوى د اختر په لومړى ورځ د خپلو ملګرو کوټو ته د مبارکۍ لپاره ورځي، په ګډه د اختر لمونځ کوي او وروسته بيا له کورنيو سره اړيکې نيسي او ځينې مسافر افغانان بيا کنسرتونه جوړوي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړى، څېړونکى او فولکلور پوه استاد حبيب الله رفېع وايي، چې په تېرو دېرشو کلونو کې، جګړو د افغانانو ژوند او اخترونه له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې اختر ته د خلکو هيلې د پخوا په څېر نه دي او دغه اغېز زياتره په کليو او بانډو کې تر سترګو کېږي.
هغه زياته کړه: ((په کليو کې خلک د ماښام ډوډۍ له وينو سره خوري، د طالبانو په دوره کې قصداً دوى له خوښيو منع کېدل، حتى د ماشومانو د اختر لوبې يې هم نه پرېښودلې.))
د هغه په وينا، چې دغه دودونه بايد وساتل شي او خلک په خپله بايد خپلو دودونو ته ژمن اوسي.
د يادونې ده، چې په اخترونو کې د مبارکۍ ورکولو او له دوستانو سره د ليدو لپاره په هېواد کې د تليفوني شبکو په برخه کې وروستيو شويو پرمختګونو هم دغه مزل را لنډ کړى دى.










