کابل ( پژواک دلړم ١٥ مه ٩٠ ) : د کابل ښار په ګډون په ټول هېوادکې د نېکمرغه لوى اختر لمونځ په پوره ډاډ او له کومې امنيتي پېښې پرته ادا شو .
د کابل ښار اوسېدونکي د کابل د عيدګاه ، پل خشتي ، وزيرمحمد اکبرخان او د ښار په ټولو سيمو کې جوماتونو ته ولاړل او د کوچني اختر لمونځ يې اداکړ .
ولسمشر حامد کرزي ، له يو شمېر جهادي مشرانو، د کابينې او ملي شورا له غړيو سره په ارګ کې د لوى اختر لمونځ ادا کړ.
د زياتره جوماتونو ملاامامانو په خپلو ويناوو کې ددې ورځې د فضليت او په هېواد کې د تلپاتې سولې په اړه خبرې وکړې .
ملا امامانو او عالمانو د اختر له لمانځه څخه وروسته په هېواد کې د سولې او امنيت لپاره دعاوې وکړې.
د حاجى على محمد په نامه يوتن پژواک اژانس ته وويل چې اختر يوبل ته د مېنې ورکولو ورځ ده ، سړى ترې په رښتيا له دې مبارکې ورځې خوند اخلي .
هغه زياته کړه : (( خداى دې وکړي چې په هېواد کې سوله راشي او هېوادوال هره ورځ خپل اختر وګرځوي .))
همدرانګه د کندهار ښار په عيدګاه، د هرات په مرکزي جامع جومات، د مزار شريف په روضې جومات، د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار په عيد ګاه، بزازۍ ، سپين جومات او نورو لويو جوماتونو کې او د هېواد په نورو برخو کې هم د اختر لمونځونه ادا شول.
د کورنيو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د ټينګو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر ورکړى او تر اوسه د کومې ناوړې پېښې خبر نه دى ورکړل شوى.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن