ژبه

د ختيځ زون د پوليسو د لوژستيکي مرکز بنسټ ډبره کېښودل شوه

عبدالمعيدهاشمى

۲۲ لړم ۱۳۹۰ - ۱۰:۵۹

Views: ۶۶

جلال اباد (پژواک ٢٢ لړم ٩٠): د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ختيځ زون د پوليسو لپاره د لوژستيکي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي د لړم په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه روزنيز مرکز به د امريکا د ٢٠ ميليونه ډالرو په مرسته جوړ شي.

هغه زياته کړه، چې د پوليسو دغه لوژستيکي مرکز په ٦٠ جريبه ځمکه کې د ٥٠  ودانيو په درلودلو سره، چې درې ودانۍ به يې دوه پوړيزه وي، په دوو کلونو کې بشپړ شي.

د نوموړي په وينا، له دغه مرکز څخه به د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو ملي او سرحدي پوليسو ته لوژستيکي اسانتياوې برابرېږي او د زېرمې په توګه به کارول کېږي.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال پژواک ته وويل، چې د بهسودو پله د شمال  بيار غونډۍ ته څېرمه د دغه مرکز جوړېدل به د ختيځې سيمې د پوليسو لپاره ډېرې اسانتياوې رامنځ ته کړي.

هغه دغه رغنيزه پروژه ځکه د اهميت وړ وبلله، چې په راتلونکي دويم پړاو کې به د جلال اباد ښار او د دغه ولايت د درېيو ولسواليو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.