غزني ښار (پژواک ٢٣ لړم ٩٠): د غزني د سيمه ييز تلويزيون د نوې ترانزمېتر او لېږدونکې دستګاه په فعالېدو سره به، د دغه تلويزيون د خپرونو د پوښښ ساحه له ٢٥ څخه ٦٠ کيلومترو ته پراخه شي.
د امريکا د سفارت او په غزني کې د پولنډ د ولايتي بيارغونې ډلې په مالي مرسته د غزني ټلويزيون ته ورکړل شوي دغه وسايل به، چې نن يې د فعالېدو چارې پيل شوې، د ټلويزوني خپرونو څرنګوالى څو برابره لوړ کړي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله سروري وايي، چې د نويو ديجټلي وسايلو له کارولو سره به د غزني د ټلويزيون د خپرونو د پوښښ سيمه پراخه شي او د خپرونو کيفيت به يې هم ښه شي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې مرستنديانو د ټلويزيوني او راډيويي خپرونو په ښه والي کې د نورو مرستو ژمنه هم ورکړې ده.
د هغه په وينا، پر دغو وسايلو نږدې ٢٠٠زره امريکايي ډالر لګښت راغلى، چې په کې ميکسر، څپه لېږدونکې (لينګ) دستګاه، ترانزمېتر، کامرې، ډېزلي جنراټور او نور وسايل شامل دي.
پر ياده پروژه، چې په شپږ مياشتې کې بشپړه شوه، د امريکا د سفارت له خوا ١٣٢زره او د پولنډ د بيارغونې ډلې له خوا ٦٠زره امريکايي ډالر لګښت راغلى دى.
د غزني والي موسي خان اکبرزاده هم د دې پروژې د پرانيستنې پر مهال د ټلويزيوني خپرونو د کيفيت د لوړېدو هرکلى وکړ.
هغه زياته کړه، چې د ټلويزيون لپاره د نويو دستګاوو په لګولو سره به د خپرونو د پوښښ سيمه پراخه شي او ان په لرې ولسواليو کې به کتونکي ولري.
د غزني سيمه ييز ټلويزيون د لومړي ځل لپاره په ١٣٦٤ کال کې خپرونې پيل کړې، چې بيا د طالبانو د واکمنې پر مهال يې خپرونې نه درلودې او په ١٣٨١کال کې يې بېرته په خپرونو پيل وکړ.
په دې موده کې د غزني ټلويزيون د خپرونو او دغه راز د تصوير او غږ د کيفيت ټيټوالي د دغه ټلويزيون ليدونکې کم کړي وو.
د پولنډ د بيارغونې ډلې قوماندان جنرال بلازيوسBLAZEUSZ) ( هم د ټلويزيوني خپرونو د کيفيت لوړېدل په نشراتي ډګر کې يو پرمختګ وباله او زياته يې کړه، چې له اطلاعاتو او کلتور سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په پام کې ده، چې په دې عصري او ديجټلي سيستم د پوهېدو لپاره د همدې پروژې د پلې کوونکو له لوري د راډيو ټلويزيون څو تنو ته روزنه هم ورکړل شي.










