منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۲ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په فارياب کې د تاريخي اثارو له قاچاق څخه مخنيوى وشو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

ميمنه (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): د فارياب په مرکز کې ٢٢ قلمه تاريخي اثار چې له هېواد څخه بهر قاچاق ته چمتو شوي وو، د ياد شوي ولايت د ملي امنيت د موظفينو له خوا کشف او لاس ته راغلل.

 د فارياب د ملي امنيت د رياست مرستيال پيغمبر قل خرم د دغه مطلب په څرګندولو سره، نن (د لړم ٣٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اثار تېره شپه د ميمنې په ښار کې له يوه کور څخه لاسته راغلي دي.

 نوموړي زياته کړه، د هغوى اوپراتيفي راپورونه ښيي، چې دغه اثار تر کېندنې وروسته له ګرزيوان ولسوالۍ څخه ميمنې ښار ته رالېږدول شوي او له هغه ځايه له هېواد نه بهر قاچاق کېدل.

 د سرچينې په وينا، تراوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي؛ خو امنيتي ځواکونو په دې اړه خپلې پلټنې پيل کړې دي.

 نوموړي زياته کړه، چې دغه اثار د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته سپارل شوي دي.

 د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شاه رضا منشي زاده پژواک ته وويل، چې په دغو اثار کې يوه خټينه مجسمه، غاړکۍ، خټينې کاسې او مرۍ شاملې دي.

 د نوموړي په وينا، تراوسه نه دي په ډاګه شوي، چې دغه اثار په کوم کال او تاريخي دورې پورې اړونده دي؛ خو په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

 د يادونې وړ ده چې درې مياشتې مخکې هم، د فارياب د ملي امنيت موظفينو ١٥ قلمه تاريخي اثار د ميمنې له ښار څخه ترلاسه کړي وو.