جلال اباد (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست او ددې ولايت د ليکوالو او ژورنالېستانو ترمنځ په يوه ګډه غونډه کې، د رسنيو د څارنې کمېسيون جوړ شو.
په دې غونډه کې ، چې نن د لړم په ٣٠مه، د اطلاعاتو او کولتور رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په ختيځو ولايتونو کې مېشتو د رسنيو استازيو او د کولتور رياست اړونده مسوولينو برخه اخيستې وه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رييس اورنګ صميم پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې کمېسيون د جوړولو په موخه ولس ته ښه او کره معلومات له افغاني کولتور سره سم وړاندې کول دي.
هغه زياته کړه چې ددې کمېسيون بله موخه د رسنيو له لارې د ښاري فرهنګ د کچې لوړول،د اداري فساد او ناوړو دودونو په مخنيوي کې د رسنيو رول، د رسنيو له لارې په اقتصادي،علمي،کولتوري،سياسي او ټولنيز ژوند کې د خلکو ونډه ،په رسنيو کې د غير معياري موسيقۍ نه خپرول،د کيبلي چينلونواو ژونديو سندريزو پروګرامونو د خپراوي مخه نيول ، چې ملي او اسلامي ارزښتونو ته زيان رسونکي دي، شامل دي.
د غونډې په پاى کې ژورنالېستانو پرېکړه وکړه ، چې د يوه کمېسيون له لارې به په رسنيو کې د هغې موسيقۍ او پروګرامونو د خپرولو مخه ونيول شي ، چې اسلامي شريعت، افغاني دودونه او د سيمې کولتور اجازه نه ورکوي.
د غونډې په پاى کې په ختيځو ولاياتو کې د پژواک خبري اژانس خبريال او په دې سيمه کې د ژورنالېستانو دفاع کمېټې مشر عبدالمعيد هاشمي په مشرۍ يو کمېسيون وټاکل شو، چې د جنګ او سولې راپور ورکولو ادارې (IWPR)،نى دفتر،ميديوتيک اداره،اطلاعاتو اوکولتور رياست ،د ولايت مقام استازى او د ژورنالېستانو ټولنه به يې غړيتوب ولري.
هاشمي وويل چې د ژورنالېستيکو ادارو او ژورنالېستانو له حقوقو څخه به د ننګې ترڅنګ په سيمه ييزو رسنيو کې د نيمګړتياوو له منځه وړلو او هغو خپرونو په اصلاح کې هلې ځلې وکړي ، چې ټولنيز اخلاق زيانمنوي .
په جلال اباد کې د همېشه بهار راډيو مشر محمد طارق ساپي پژواک ته وويل چې د دغه کمېسيون جوړول به له سيمه ييزو راډيو ګانو او رسنيو سره مرسته وکړ ي ، چې د ژورنالېستيکي اخلاقو په پلي کولو سره به د خپرونو معيار او کچه لوړه کړي.
د يادونې ده ، چې اوس مهال په ننګرها رکې له هغو رسنيو پرته، چې په ټول هېواد کې خپرونې کوي ١٩ غږيزې او ٢١ چاپي رسنۍ په خپرنيز فعاليت بوختې دي.










