کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): يو شمېر هېوادوال او ديني عالمان د حج د فريضې له ادا کولو وروسته، د حاجيانو له خوا بې ځايه لګښتونه اسراف او ناروا بولي او دغه راز د دوى په اند، دغه ډول دودونه د دې لامل شوي، چې ځينې خلک د حج فريضې ته شا کړي.
د حج د فريضې له ادا کولو وروسته افغاني حاجيان د هېواد په بېلابېلو سيمو کې راز راز بې ځايه لګښتونه لکه خيراتونه او ختمونه کول، خپلوانو او دوستانو ته وړې او غټې تحفې ورکول او د ځينو خلکو له خوا بيا حاجيانو ته پسونه او نور خوراکي او نور توکي ور وړل کېږي.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينوارى، چې اونۍ مخکې د حج د فريضې له ادا کولو وروسته راستون شوى، وايي، چې په ختيځو ولايتونو کې دا ډول ناوړه دودونه د دې لامل شوي، چې خلک د حج فريضې ته شا کړي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دى په خپله د دغه ډول دودونو مخالف دى، خو بيا يې هم قرباني شوى دى.
نوموړي زياته کړه: ((له حج کولو وروسته يوه اونۍ په کور کې ناست وم، تر څو خپل خپلوان مې زما د نه شتون په وخت کې رانه خوابدي نه شي.))
د شينواري په وينا، حج يوه فريضه او عبادت دى، نه دا چې څوک سعودي ته د سوداګرۍ لپاره ځي، خو نږدې خپلوان او دوستان له حاجيانو څخه ډېره توقع لري، چې ضرور به ورته ډالۍ راوړي.
نوموړي زياته کړه: ((١٥٠ زره افغانۍ مې په حج او کابو ٣٠٠ زره افغانۍ مې خپلوانو او دوستانو ته د تحفو په اخيستو مصرف کړي دي.))
په ننګرهار کې يوه ديني عالم مولوي شفيع الرحمن پژواک ته وويل، چې حج د لمانځه، روژې او زکات په څېر يوه فريضه ده، چې هېڅ ډول دودونو ته اجازه نه ورکوي.
نوموړي زياته کړه، په ختيځه سيمه کې خلک د حاجي د راتګ پر مهال موټر سينګاروي، د حاجي مخې ته ورځي او تر کوره ورسره خلک بدرګه ځي، فلمونو ډکوي، د حج په مبارکۍ کې ورته نږدې خپلوان څاروي ورولي او د نورو ناوړه دودونو تر څنګ د يوه حاجي په خوشالۍ کې ډزې هم کوي.
هغه زياتوي، چې د حاجيانو د راتګ پر مهال ګڼه ګوڼه د ترافيکي پېښو لامل کېږي، دغه راز شعارونه ليکل ريا، خيراتونه او نور لګښتونه کول مالي زيان رامنځته کوي، چې په وينا يې، حج کول يې د خلکو تر پام ډېر ستونزمن کړى دى.
د کابل د ده خدايداد سيمې يوه اوسېدونکى معلم سعد الدين، چې سږ کال حج تللى و، وايي، چې د خيرات او ډاليو لګښت يې له حج څخه څو برابره زيات و.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په سعودي کې ډېرى حاجيان په دغه تشويش کې وي، چې هېواد ته له ستنېدو سره به د ختم، خيرات او ډاليو پيسې له کومه کوي.
نوموړى وايي: ((چې کله راستون شوم، نو زامنو مې د اته سوه زره افغانيو په ارزښت تحفې تازه او وچې مېوې او د خيرات لپاره سودا اخيستې وه، په داسې حال کې، چې زما او د مېرمنې مې د حج لګښت شاوخوا درې سوه زره افغانۍ وې.))
په کابل کې يوه ديني عالم او د الشمسيه خصوصي دارالافتاء مسوول مفتي شمس الرحمن وايي، چې د حج يوه له مهمو موخو د مناسکو پر مهال له وړو او لويو ګناهونو د حاجي توبه ايستل دي.
د هغه په وينا، کله چې يو څوک د خداى له کور څخه راستنېږي، د هېواد په اوسني خراب اقتصادي حالت کې پر ډاليو او نورو دودونو بې ځايه لګښتونه د دې لپاره کوي، چې ګوندې خيرات او ثواب دى، په داسې حال کې، چې داسې نه ده.
مولوي شمس الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې دا ټول لګښتونه د اسلام له نظره، نه يواځې دا چې ثواب يا خيرات نه دى، بلکې دا يو اسراف دى او اسراف په قران کريم کې لويه ګناه ګڼل شوى دى.
نوموړى وايي: ((ابن عباس (رض) د پيغمبر (ص) له قوله فرمايي، چې د حاجي له خوا تر ټولو ښه ډالۍ د زمزم اوبه دي، خو زموږ په هېواد کې اوسني دودونه د بې وزله ولس لپاره ښه کار نه دى.))
د ده په وينا، که څوک غواړي، چې ډېر ثواب ترلاسه کړي، نو د بې ځايه لګښتونو پر ځاى دې يو جومات تعمير کړي، د څښاک د اوبو لپاره دې څاګانې وباسي او يا دې له نورو بې وزلو سره مرسته وکړي.
بلخوا په جوزجان کې علماء نه يواځې له حج څخه وروسته بې ځايه لګښتونه ناروا بولي، بلکې پرېکړه يې کړې، چې د دغو دودونو د مخنينوي لپاره به اقدامات کوي.
د دغه ولايت د حج او اوقافو رياست د عامه اړيکو مسوول مولوي ولي محمد شيباني پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت شاوخوا ٥٠٠ علماوو او روحانيونو د يوې غونډې په ترڅ کې په دې اړه تصميم نيولى دى.
د هغه په وينا، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به د حاجيانو له خوا له راستنېدونو وروسته د بې ځايه لګښتونو، غونډو او مراسمو مخه به نيسي.
مولوي شيباني وايي، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې له حج څخه وروسته د لويو ختمونو او خيراتونو رواج په داسې حال کې زور موندلى، چې د اسلام له نظره دا ډول لښګتونه اسراف بلل شوى او اسراف يو ناروا عمل دى.
نوموړي زياته کړه، چې په دې سيمه کې حاجيان له راتګ څخه وروسته د ختمونو او خيراتونو ترڅنګ جاى نمازونه، تسبې، قالينچې، چپنې، ساعتونه او نورې ډالۍ ورکوي.
د جوزجان يو شمېر اوسېدونکي د علماوو د دغه اقدام هرکلى کړى او په دې برخه کې يې ورسره د هر ډول همکارۍ ژمنه کوي.
د شبرغان ښار د خيرخانې سيمې يوه اوسېدونکي محمداسحق پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د لومړي ځل لپاره علماوو يو مثبت ګام پورته کړى دى.
د هغه په وينا، کوم خلک چې له حج څخه وروسته بې ځايه لګښتونه کوي، که دغه پيسې بې وزلو ته ورکړي او يا لاره او جومات جوړ کړي، نو صدقه جاريه به يې وي.
د جوزجان والي محمدعالم ساعي، چې په خپله هم تازه د حج د فريضې له ادا کولو وروسته راستون شوى، د دغه ولايت د علماوو د دې پرېکړې هرکلى کوي.
هغه پژواک ته وويل، چې ډېر ژر به دغه کولتور ته د ولايت په نورو برخو کې هم وده ورکړي، څو خلک له دغو بې ځايه دودونو لاس واخلي.
د هېواد د نورو سيمو په څېر په نيمروز ولايت کې هم له حج څخه وروسته بې ځايه لګښتونو، بېلابېلو دودونه او خيراتونو زور موندلى دى.
د دغه ولايت په مرکز زرنج ښار کې، کله چې يوه حاجي له حج څخه راستنېږي، نو سلګونه کسان يې مخې ته د ګلپوش موټرو سره ورځي او د هغه هرکلى کوي.
په ياد ولايت کې د حاجي له خوا خپلوانو او دوستانو ته بېلابېل ډول ډالۍ ورکول کېږي او لوى لوى خيراتونه هم کېږي.
د زرنج ښار يو اوسېدونکى وايي، چې د حاجي د پوښتنې له مراسمو وروسته په خپله حاجي له لسګونو نورو کسانو سره د خپلو خپلوانو او دوستانو له خوا پر نوبت مېلمه کېږي.
هغه زياتوي، چې دغه حاجيان په حج کې له ګناهونو توبه باسي، خو له دې ډول لګښتونو سره يو ځل بيا ځان ګناهګاروي.
په مزارشريف كې هم حاجيانو ته د ورتګ دود د هېواد له نورو سيمو سره دومره توپير نه لري.
دلته هم د عامو خلكو تر منځ د هغه كس ډېر قدر وي، چې حج يې كړى وي، په ټولنيزو چارو كې له حج كولو وروسته ښه مقام ترلاسه كوي.
كله چې حاجي له سعودي راستنېږي، نو د كورنۍ غړي او يو شمېر خپلوان يې مخې ته ورځي، په غاړه کې يې د ګلانو امېلونه اچوي او د واده په څېر ورته موټر ګلپوشوي او تر كوره يې په كې رسوي.
سربېره پر دې د كليو يو شمېر خلك په خپل كور كې د خيرات په دود خلكو ته ډوډۍ وركوي او د ښار د ډوډۍ وركولو دغه مراسم د ودونو په څېر په هوټلونو كې نيسي، چې زيات لګښت ورباندې كوي.
د مزارشريف اوسېدونكي توريالي پژواك ته وويل، چې څلور ورځې وړاندې يې كاكا له حج څخه راغى، له هوايي ډګر څخه يې په ګلپوش كړي موټر كې تر كوره راوست او په هغه شپه يې په كور كې د واده د خوښۍ په څېر چاپيريال و.
د هغه په وينا، تر نن پورې يې كور ته ډلې ډلې خلك مباركۍ ته راځي او سبا ته يې پروګرام كړى، چې د خيرات په توګه به د مزارشريف په يوه هوټل كې خلكو ته ډوډۍ هم وركوي.
توريالي وويل، چې كه چېرې ورته مراسم ونه نيسي، نو بيا خلك پرې خاندي.
د زابل د کلات ښار يوه اوسېدونکي اسدالله، چې تېر کال يې پلار حج ته تللی و، پژواک اژانس ته وويل، چې د حج پر مراسمو يې له حج ته تلو څخه زياتي پيسې ولګېدې.
نوموړی وايي: ((د حج ته تللو لپاره د ټولو تلونکو لپاره يو معلومه اندازه پيسې وي، خو کله چې يې پلار له حج څخه راستون شو، نو د مبارکۍ او ستړې مشې په مراسمو کې راڅخه شاوخوا دوه لکه افغانۍ ولګېدې.))
هغه زياتوي، چې سپين ږيري له حاجيانو د لاس لکړي او جاى نمازونه غواړي او ځوانان بيا د دسمالونو، عطرونو، قلمونو، رانجو او همدارنګه ښځې د ټيکري او کاليو غوښتنه کوي.
د خوست د صبريو ولسوالۍ اوسېدونکی کامل وايي، چې د حجيانو له لوري په لوړه کچه لګښت کول په خوست کې يو دود ګرځېدلی دى.
نوموړى زياتوي، يو حاجي چې د ورځې لس زره افغانۍ لګښت کوي، بل کوښښ کوي چې شل زره ولګوي.
نوموړي وړانديز وکړ، چې د سيمې علمای کرام او قومي مشران دې د دغه کار په مخنيوي کې هڅې وکړي.
د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکى ليکوال او شاعر عبدالواسع هڅيال وايي، چې په کندهار کې هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر، حج ته د تلو او بېرته راتلو پر مهال ځانګړي دودونه شته، چې له ډېرو لګښتونو سره مل وي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، کوم ښځينه يا نارينه د حج کولو نيت وکړي، نو حج ته تر تلو مخکې ورته نږدې دوستان مېلمستياوې جوړوي او دا لړۍ تر څو ورځو دوام کوي،
دغه راز حاجي هم د خداى پامانۍ په دود يوه لويه مېلمستيا جوړوي او ټولو دوستانو ته بلنه ورکوي.
د نوموړي په وينا، کله چې حاجي بېرته راشي، نو د نږدې دوستانو کورنۍ جوړه وروړي، چې په کې د حاجي او د هغه د مېرمنې او نورو جامې او اړوند توکي شامل وي، دغه راز يو شمېر دوستان بيا د هغوى کور ته پسونه ور وړي.
دى وايي، د حاجي کورنۍ هم په ورځو ورځو د هغو کسانو لپاره، چې د حاجي ليدو ته راځي پسونه حلالوي او د مېلمستياوو لړۍ پسې غځېږي، دغه راز حاجي نږدې او لرې دوستانو ته په کتو هغوى ته وړې او لويې تحفې لکه لونګۍ، ساعتونه، جاى نمازونه، دسمالونه او نور ورکوي.
هڅيال زياتوي، په دې وروستيو کې يو بل دود هم په ډېرېدو دى، کله چې حاجي په ځانګړې توګه ښځينه د حج له مراسمو بېرته راستنېږي، نو نږدې خپلوان او مېرمنې د هغوى په کور کې راټولېږي، شپه تر سهاره رڼوي، خوشحالۍ کوي او مصليانې (ښځينه سندرغاړې) را غواړي او له دريايو سره سندرې وايي.
د کندهار ولايت يو اوسېدونکى حاجي سيداحمد دغه راز دودونه منفي او له مزخرفاتو ډک ګڼي او وايي، چې يو خو پر دغو دودونو ډېر زيات لګښت راځي او له بله پلوه په اسلام کې کوم اساس او بنسټ نه لري.
د پکتيا د ګردېز ښار يو اوسېدونکی ډاکتر شريف احمد حبيب احمدزى وايي، چې په دغه ولايت کې هم حج ته تلونکي کسان ډېر زيات لګښتونه کوي او دغه لګښتونه بې ځايه کوي، د دې پې ځای چې بې ځايه لګښتونه کوي، په مکه شريفه کې دې دا پيسې خرچ کړي او يا که داسې هم نه کوي، خوارانو ته دې ورکړي.
احمدي وايي: ((دلته خلک اوس له حج نه له راتلو وروسته ريا کوي، يانې داسې څرګندوي، چې زه له حج نه راغلی يم او بله خبره دا هم ده، چې له تربور نه ځان مخ ته وبولي او غواړي، چې خلک يې په کلي کې د لګښتونو يادونه وکړي، چې پلاني ډېر مصرف کړی و.))
د هغه په وينا، چې دلته اوس دغه هم دود ګرځېدلى، چې د نوم د پاتې کېدو لپاره هر حاجي د ځان لپاره پر خپل نوم ځانګړې خلتې جوړوي او بيا وروسته يې د ده په اړه د خلکو خبرو ته ډېر متوجه وي.
ده زياته کړه، چې د دغو لګښتونو او بې ځايه ناروا دودونو مخه دې ونيول شي.









