ژبه

د غزني د لرغونې کلا د بيارغونې لومړنۍ چارې پيل شوې

ميرويس همت

۶ لیندی ۱۳۹۰ - ۱۷:۲۱

Views: ۷۴

غزني ښار (پژواک ٦ ليندۍ ٩٠): د غزني له بالاحصاره راتاو شوې لرغونې کلا (قلعه غزنين) د بيارغونې په موخه د پاکولو لومړنۍ چارې د ليندۍ په ٦مه، پيل شوې.

 د غزني والي موسى خان اکبرزاده له لوري د دې پروژې د پرانېستې پر مهال له حکومت او مرستندويانو وغوښتل، چې د ٢٠١٣ کال د چمتووالي په برخه کې له غزني سره مرسته وکړي.

 والي زياته کړه، چې په بالاحصار او تاريخي کلا يو نيم ميليون يورو لګښت راځي، چې د جرمني د اخن پوهنتون له لوري يې د ورکړې ژمنه شوې ده.

 هغه وايي، چې د کلا د پاکولو کار به دوه مياشتې وخت ونيسي او د بيارغونې چارې به يې په پسرلي کې د بالاحصار له رغونې سره هم مهاله پيل شي او رغونه به يې دوه کاله وخت واخلي.

 دغه کلا د غزني واکمنانو پر مهال د غزني کلا بلله کېده، د هېواد مرکزيت او د لوى واکمن د ناستې ځاى و.

 که څه هم د دې تاريخي کلا د جوړېدو اصلي نېټه ورکه ده؛ خو په کلا کې له موندل شويو اثارو جوته شوې، چې دغه کلا په لومړۍ زېږديزه پېړۍ کې خورا ستراتيژيک ارزښت لاره.

 د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حميدالله سروري پژواک اژانس ته وويل، چې د کلا د رغونې چارې به د مسلکي کسانو له لوري پر مخ وړل کېږي، ترڅو يې لرغونتيا زيامنه نه شي.

 په ٢٠١٣ کال غزني د اسلام کولتور او تمدن پلازمېنه نومول کېږي، چې له تېرو دوو کلونو راهيسي په غزني کې د شته لرغونو ابدو او تاريخي ځايو رغونه پيل شوې ده.