منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

دوه افغانان د نړۍ د ١٠٠ مفکرو کسانو په لست کې راغلي دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

واشنګټن ( پژواک ٨ ليندۍ ٩٠ ) : د امريکا د يوې معتبرې مجلې له خوا دوه افغانان د نړۍ په ١٠٠ مفکرو او با نفوذه کسانو په لست کې راغلي دي.

د فارن پاليسۍ په نامه دغې مجلې له خوا په خپور شوي سل کسيز لست کې د يوه افغان سعد محسني ٣٢ او د افغان مېرمنې ماريا بشير نوم پنځه اويايم دى.

په دې لست کې د يو شمېر عربو هېوادونو د ښځينه فعالانو نومونه هم راغلي، چې د بيان د ازادۍ او د ښځو د حقوقو لپاره يې مبارزې کړې دي.

د فارن پاليسۍ مجلې له خوا په خپور شوي لست کې ماريا بشير يواځينۍ افغان مېرمن  ده، چې پکې يې ځاى موندلى، د امريکا ولسمشر بارک اوباما په دې لست کې په ١١ نمبر  دى، په امريکا کې د پاکستان نوې سفيره او د اطلاعاتو پخوانۍ وزيره شيري رحمان په دې لست کې ٤٧ نمبر اخيستى دى.

د يادونې ده، چې تېر کال د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا افغان مېرمن  ماريا بشير ته د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ د جرئت نړيواله جايزه ورکړل شوې وه.

ماريا بشير اوسمهال د هرات د څارنوالۍ رييسه ده.

نوموړې د وسلوالو طالبانو د واکمنۍ پر مهال په خپل کور کې په پټه مېرمنو او نجونو ته زده کړې ورکولې.

خو د وسلوالو طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته هغې يو ځل بيا په دغه ولايت کې د څارنوالې په توګه دنده پيل کړه او په ٢٠٠٦ زېږديز کال کې د هرات ولايت د څارنوالۍ د رييسې په توګه وټاکل شوه.

د افغانستان په تاريخ کې دا لومړۍ مېرمن ده، چې د يوه ولايت د څارنوالۍ د رييسې په توګه ټاکل کېږي.

ماريا بشير د ښځو د حقوقو لپاره ډېرې مبارزې کړي او تېر کال يې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي ٨٧ قضيې څېړلې دي.

سعد محسني په افغانستان کې د موبي ګروپ مشر دى، دغه ګروپ طلوع او لمر تلويزيونه، د اراکوزيا او ارمان اېم اېف راډيوګانې او د کابورا په نامه يوه تولېدونکى پروډکشن لري.

په ياد شوي راپور کې راغلي، چې سعد محسني دافغانستان په سختو شرايطو کې د ژورنالېزم او رسنيو په برخه کې نه ستړي کېدونکي کارونه کړي دي.