کندهار ښار (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا پر ١٢٠٠ کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او کېمياوي سرې وېش پيل شو.
د کندهار د کرنې رييس انجنير احمد شاه روشن د دغو توکو د وېش د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هر کروندګر ته د دوه زره افغانيو په بدل کې ٥٠ کيلوګرامه د غنمو اصلاح شوى تخم او ١٥٠ کيلو ګرامه سپينه او توره کېمياوي سره ورکول کېږي.
د ده په وينا، د ژمني کمپاين دا لړۍ به له کروندګرو سره مرسته وکړي، چې پر وخت ګټه ترې واخلي.
د دامان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د مرستې اخيستو پر مهال خوښ وو، چې دا ځل ورته پر وخت مرسته رسېدلې ده.
د دامان ولسوال حاجي سراج احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولسوالۍ د کروندګرو شمېر زيات دى او زياتو مرستو ته اړتيا لري.
د کندهار ولايت چارواکي وايې، سږ کال په پلان کې لري، چې د کوکنارو تر کښت د مخه د دغه بوټي د کرلو مخه ونيسي او په بدل کې يې له بزګرانو سره د اصلاح شويو تخمونو او کېمياوي سرې مرسته کېږي.
په کندهار کې په همدې وخت کې کوکنار او غنم دواړه کرل کېږي.










