منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د غزني د يوه مارکېټ په تل خونه کې نور لرغوني اثار وموندل شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

غزني ښار (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): نن يو ځل بيا د غزني ښار په سوداګريزه سيمه بزازۍ کې د نوي جوړېدونکي مارکېټ په تل خونې کې تر لسو زيات لرغونې اثار وموندل شول.

  لس ورځې وړاندې هم د لړم په ٢٨مه، د دې مارکېټ په تل خونه کې، چې د ژورېدو کار يې روان و، نهه داسې ميسي لاستي لرونکې کټوې وموندل شوې، چې لرغونتيا يې يوولس پېړۍ پخوا وخت ته رسېږي.

 د غزني د اطلاعاتو او کولتور رييس حميدالله سروري خبريالانو ته وويل، چې اوس په سيمه کې د مسلکي لرغونپوهانو له لوري کېندنې پيل شوې دي.

 د ده په وينا، په تېرو څلور پنځو ورځو کې نهه نورې لاستي لرونکې ميسي کټوې او دغه راز دوه خاورينې کوزې هم موندل شوې دي.

 سروري زياتوي، چې ښايي دغه لرغوني اثار د غزنوي دورې او يا هم د غوريانو پر مهال، چې کله د علاوالدين جهانسوز له لوري ښار وسوځول شو، تر خاورو لاندې شوي وي.

 نوموړى دا هم نه ردوي، چې دلته به د لرغونو زمانو کومه واکمني او پاچاهي تېره شوې وي او يا به د کوم واکمن استوګن ځاى و.

 دغه لرغوني توکي شاوخوا پنځه متره ژوره کې پراته دي، چې د دې ژورې شاوخوا د پخو خښتو دېوالونه هم معلومېږي.

 په اطلاعاتو او کولتور وزارت کې د لرغون پېژندنې د څانګې  د پلاوي  غړى  انجنير شېرمحمد له څو ورځو دلته په کېندنو لګيا دى.

 دى وايي چې وزارت دا پرېکړه وکړه، چې دلته نورې کېندنې هم وشي.

  د ده په خبره، په تېرو درېيو ورځو کې کار ښه پر مخ روان دى او تر دې مهاله اته بېلابېل ډول لرغوني اثار موندل شوي دي.

 انجنير شېرمحمد وايي، چې دلته نورو کېندنو او څېړنو ته اړتيا شته او ښايي چې تر ځمکې لاندې کورونه او نور شيان وموندل شي.

 د مارکېټ خاوند ته ويل شوي، چې خپل کار ودروي او د کېندنو تر پاى ته رسېدو پورې سيمه پرېږدي.

 خو د غزنوي سوداګريز مرکز خاوند حاجي زلمى وايي، چې د کار له درېدو سره هره ورځ  په سلګونه زره افغانۍ زيان ور اوړي.

 نوموړى وايي، چې د چارواکو له لوري ورته ويل شوي، چې ښايي مارکېټ يې ونړول شي او د تل خونې پوخ کانکريټ يې له سره واړول شي.

 دى وايي، چې په دې نيمګړي کار يې ډېرې پيسې لګېدلې او دغه راز له تېرو لسو ورځو راهيسې چې کار يې درېدلى، هره ورځ اويا کارګرو ته له کاره پرته پيسې او مزدوري ورکوي.

   د سيمې خلک حاجي زلمى بختور سړى بولي او زياتوي، چې حکومت بايد انعام ورکړي، ځکه چې تر هوټل لاندې يې خزانه وموندل شوه او دغه راز غوښتنه کوي، چې که د ده مارکېټ نړول کېږي، حکومت دې تاوان ورکړي.

 له لومړۍ ورځي راهيس دغه سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې او چاته اجازه نه شته، چې له سيمې ليدنه وکړي.