کابل (پژواک١٠ ليندۍ٩٠): د هېواد د نامتو تاريخ ليکوونکي ملا فيض محمدکاتب د مړينې د اتيايم کال ياد غونډه په کابل کې جوړه شوه.
په ياده غونډه کې د کابينې او ملي شورا د يو شمېر غړو ترڅنګ د پوهنتونونو استادانو، ليکوالانو، شاعرانو او نورو فرهنګيانو برخه اخيستې وه.
د ملافيض محمد کاتب د مړينې د ياد غونډې د پرانيستې پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيدمخدوم رهين وويل، چې ملافيض محمدکاتب د هېواد د نامتو تاريخ ليکوونکو له ډلې څخه دى.
ده زياته کړه، چې د ملافيض محمدکاتب په مشهور اثر (سراج التواريخ) کې د هېواد د هماغه مهال نوي سلنه پېښې بيان شوې دي.
مخدوم زياتوي: ((که سراج التواريخ نه واى، اوس به موږ د هماغه مهال له ډېرو پېښو ناخبره وو.))
د هغه په وينا، ملافيض محمدکاتب خپلې وروستۍ هڅې کولې، چې د هماغه مهال د هېڅ يو زعيم تر اغېز لاندې رانه شي، ترڅو وکولاى شي، د ټولنې حقيقتونه بيان کړي.
وزير وايي، چې ملافيض محمد کاتب د خپلو اثارو په ډېره برخه کې د ملت رنځونه او دردونه بيان کړي دي.
د مخدوم په وينا: ((کاتب هزاره و، خو يواځې د هزاره نه، بلکې په ټولو قومونو شوي ظلمونه او دردونه يې په خپلو کتابونو کې ليکلي دي.))
په ياده غونډه کې د ملافيض محمدکاتب په اړه د ولسمشر حامد کرزي پيغام هم ولوستل شو.
د ولسمشر په پيغام کې ويل شوي وو: ((د ملافيض محمد کاتب ليکنې د هېواد په تاريخ کې يوه لويه لاسته راوړنه ده.))
د ملافيض محمد کاتب د مړينې د اتيايم کال په ياد غونډه کې د علومو اکاډمۍ غړي عبدالحکيم صافي وويل، چې کاتب د هېواد د تاريخ او فرهنګ ساتنې لپاره نه ستړي کېدونکي ګامونه پورته کړي دي.
صافي زياته کړه، چې کاتب يوه ملي روحيه درلوده او تل يې هڅه کوله، چې د خلکو په اړه ليکنې وکړي.
صافي وويل، چې ملافيض محمدکاتب د هېواد د واکمنانو په دربارونو کې دندې ترسره کړې، خو کله هم د هغو تر اغېز لاندې نه دى راغلى او له حقيقت څخه يې سترګې نه دې پټې کړې.
ملافيض محمدکاتب په کال ١٢٧٩ هـ ق کې د غزني د قره باغ ولسوالۍ په زردسنګ سيمه کې زېږدلى او په کال ١٣٤٩ هـ ق کې په کابل کې وفات شو، چې جنازه يې بيا د کابل ښار د چنداول په بالا جوى نومي سيمه کې خاورو ته و سپارل شوه.
تحفه الحبيب په درېيو ټوکو کې، سراج التواريخ په پنځه ټوکو کې، فيضی از فيوضات، تاريخ حکمای متقدمين از هبوط آدم تا بعثت حضرت عيسی، د افغانستان نژاد نامه او تذکره الانقلاب د ملافيض محمدکاتب هزاره، مشهور اثرونه دي.










