منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د جدې په هوایي ډګر کې ایسار پاتې شویو افغاني حاجیانو لاریون وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک ١١ ليندۍ٩٠) : شاوخوا دوه زره افغان حاجیان چې له دریو ورځو راهیسې د سعودي عربستان د جدې په هوایی ډګر کې ایسار پاتې دي ، نن یې پر لاریون لاس پورې کړ او ددولت پر ضد یې شعارونه ورکول.

دغو حاجیانو ویل چې له تیرو دریو ورځو راهیسې  د حج د بعثې د مسوولینو لخوا هوایي ډګر ته راوستل شوي، خو خپل هیواد ته نه لیږډول کیږي.

د حاجي شفیع الله په نامه د ننګرهار ولایت یو تن اوسیدونکي له جدې څخه د ټیلیفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په بند پاتې شویو حاجیانو کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ د ننګرهار ولایت او پاتې نور یې د نورو ولایتونو اوسیدونکي دي.

هغه زیاته کړه   ((کور ته د تلو په انتظار له درېيو ورځو راهيسې دلته پراته يو او نن د عربستان پوليسو راته سامانونه ايسته وغورځول او ډېر بد سلوک يې راسره وکړ.))

نوموړي وویل چې نن له غرمې وروسته افغاني حاجیانو چې شمیره یې له دوو زرو څخه زیاته وه، د جدې هوایي ډګر په ټرمینل او د افغاني حاجیانو ددفتر مخې ته یې احتجاجي لاریون وکړ او د افغانستان ددولت ، ولسمشر کرزي، د حج وزارت او د پارلمان پر ضد يې شعارونه ورکول.

د هغه په وینا، معترضو حاجیانو هڅه کوله، چې دافغانستان بیرغ هم وسوځوي خو د څایي پولیسو لخوا پرې نښودل شول او ژمنه ورسره وشوه، چې تر سبا پورې به یې ستونزه هواره شی.

 د عربستان د جدې  له نړيوال هوايي ډګر څخه افغان حاجي مولوي شايق احمد د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن درېيمه ورځ ده، چې سلګونه افغان حاجيان د جدي په هوايې ډګر کې  د اريانا الوتکې د نه شتون له امله منتظر پاتې دي.

 نوموړي زياته کړه، په نوموړي هوايي ډګر کې پاتې حاجيان، چې سپين سرې ښځې او سپين ږيري هم په کې شته، له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

 يوه بل حاجي جمال احمد پژواک ته وويل،  ((دا مو درېيمه ورځ ده، چې د جدي په هوايې ډګر کې بند پاتې يو، پيسې هم راسره خلاصې شوې او له زياتو ستونزو سره مخ يو.))

د حاجي زبير په نامه یوه بل حاجي بیا ادعا وکړه، چې د اریانا او د حج مسوولین له هغو حاجیانو چې غواړي ژر کورونو ته ورسیږي، سل ډالره رشوت غواړي.

له دې مخکې نن  د افغانستان د حج او او قافو وزارت اداري او مالي مرستيال  داعي الحق عابد پژواک ته په خبرو کې د يادو حاجيانو ستونزې ومنلې او زياته يې کړه، چې د حاجيانو د رالېږد لپاره د اريانا دوه الوتکې ځانګړې شوې وې، خو د ده په وينا، ياده ستونزه هغه مهال رامنځته شوه، چې له دغو دوو الوتکو څخه يوې يې تخنيکي ستونزه پيدا کړه.

 نوموړي زياته کړه، چې د يادې الوتکې تخنيکې ستونزه اوس حل شوې او نن (د ليندۍ ١١مه) لس بجې کابل ته راورسېده.

 هغه وويل، چې د دغې الوتکې د تخنيکي ستونزې له هوارېدو وروسته به د حاجيانو د انتقال په برخه کې رامنځته شوې ستونزې له منځه ولاړې شي.

 داعي الحق وويل، چې  پاتې ١١زره افغان حاجيان به تر راتلونکو ١٠ورځو افغانستان ته را ولېږدول شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال له هېواد څخه څه   د پاسه ٣٠ زره افغانان د حج فريضې د  ادا کولو په موخه عربستان ته تللي وو.