منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د سرې مياشتې ١٦٠ رضاکاران په ستاينليکونو ونازول شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠): په ختيځو ولايتونو کې د سرې مياشتې ټولنې له ٦٠٠٠ رضاکارانو څخه د ښو خدمتونو له امله ١٦٠ تنه د ليندۍ په ١٢مه، په ستاينليکونو ونازول شول .

د ننګرهار سرې مياشتې رييس ننګيالي يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د هغو پرېکړو له امله، چې د ديسمبر ٥ مه به د سرې مياشتې او سره صليب د نړۍ والې ورځې او ٢٠١١ کال به د دغو ټولنو په نوم نوموي، نن يې د دغه رياست په انګړ کې ١٦٠ تنه د ښې کارکونې له امله په ستاينليکونو ونازول.

هغه زياته کړه، چې د ټولنې ٣٥٠٠ غړي يې په ننګرهار او پاتې نور يې په لغمان او کونړ کې په مرستندويه چارو بوخت دي.

د يوسفزي په وينا، ښځينه او نارينه رضاکارانې د HIV، لومړنيو مرستو، ځوانانو او طبيعي پېښو پرمهال ټولنې ته مرستې وړاندې کوي.

د سرې مياشتې رييس وويل: ((له پورته ٤ برخو څخه مو د ښې کارکونې له امله د هرې برخې ٤٠ تنو ته د غوره کارکوونکو ستاينليکونه ورکړل.))

ننګيالي يوسفزي وويل، چې ستايل شوي ډېرى پېغلې او ځوانان د سږنيو سېلابونو پر مهال په بېلابېلو ولسواليو کې ښه ځلېدلي وو.

نوموړي زياته کړه، چې اداره يې د هر ډول پېښو پر مهال مرستندويه اړين توکي او بشري ځواک لري، چې هېوادوالو ته يې د اړتيا پر مهال په بېړني ډول رسولى شي.

د هغه په وينا، وړم کال د شېرزادو د زلزلې او سږکال په جلال اباد ښار کې د کابل بانک د پېښو پر مهال يې ځوانانو کاري وړتيا ښودلې ده.

د جلال اباد ښار يوې اوسېدونکې غرڅنۍ امين پژواک ته وويل، چې له دوو کلونو راهيسې د سرې مياشتې د رضاکارې په توګه خدمت کوي.

هغې زياته کړه، چې د مومندرې د سېلابونو پر مهال يې ښځې او ماشومان ژغورلي او د نجونو په ښوونځيو کې يې د HIV پر ضد پراخ کمپاين ترسره کړى دى.

د ننګرهار د عالي لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکي رضا خان پژواک ته وويل، چې نه يواځې دا چې تل يې د طبيعي پېښو پر مهال له خلکو سره مرسته کړې، سږکال يې ٢ ځله له ننګرهار روغتون سره د وينې مرسته هم کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې غرنى نورستان ولايت لا اوس هم د سرې مياشتې له ټولنې او فعاليتونو بې برخې دى.