کابل (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٠): په داسې حال کې چې په کابل کې د امام حسين(رض) د شهادت د عزادارۍ مراسم د زنځير په وهلو سره پيل شوي دي، يو شمېر اهل تشيع عالمان د زنځير وهل، چې د وينو د تويېدو لامل ګرځي، حرام بولي.
د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم لمسى امام حسين (رضى الله عنه) له خپلو ٧٢ يارانو سره، د ٦١ هجري قمري کال د محرام الحرام مياشتې په لسمه، د عراق په کربلا دښته کې د يزيد د لښکريانو له خوا شهيد شو.
د عاشورا (د محرام الحرام لسمه) هر کال د مرکز او ولايتونو په تکيه خانو کې د نارينه وو او ښځو په ګډون او په جوماتونو کې د قران مجيد په ختمونو لمانځل کېږي.
اهل تشيع دا ورځ په تورو جامو اغوستلو، سينه وهلو، زنځير وهلو، ژړا او فرياد، لاريونونو، ويناوو، د قران کريم او خيراتونو په ورکولو سره لمانځي.
خو اهل تسنن دا ورځ د قران کريم د ختمونو، د صدقاتو په ورکولو او د موعظو په وړاندې کولو سره لمانځي.
يو شمېر اهل تشيع د زنځير وهلو مراسم د محرم (عاشورا) په اومه، نهمه او لسمه ترسره کوي.
د دشت برچي سيمې د جامع الزهرا په جومات کې پرون (د محرم ٧مه) سلګونو عزادارانو ياد شوي مراسم پرځاى کړل.
په دې جومات کې پرون يو شمېر ځوانانو له نعت ويلو سره سم، ځانونه په زنځير وهل او سپين ږيري يې شاخوا ته راغونډ شوي وو.
د دې جومات پورته پوړ ښځو ته ځانګړى شوى و او هغوى هم عزاداري کوله.
ځوانانو په جومات کې په زنځيرونو داسې ځانونه وهل، چې په پايله کې يې ځانونه ټپي کېدل.
د ځوانانو له ډلې څخه يو تن غلام سخي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هغوى د امام حسين (رضى الله تعالى عنه) او د هغه د يارانو د روح د خوښي لپاره خپله وينه تويوي.
هغه وويل: ((کله چې د امام خور د وروڼو له شهادت څخه خبره شوه، د خېمې په مرانده د سر په وهلو يې خپله وينه تويه کړه، موږ يې ولې نه شو تويولى.))
د کارته سخي زيارت يوه مريد سيد محمد پژواک ته وويل، چې مخکې کلونه يې په زنځير ځان نه واهه او د دې لپاره چې له مستحقو خلکو سره يې مرسته کړې وي، د وينې بانک ته يې وړيا وينه ورکوله.
خو نوموړي ادعا وکړه، وروسته له هغه چې وينه مستحقو کسانو ته ونه رسېده او په کې درغلي وشوه، هغوى سږ کال د اهل تشيع د علماوو په لارښوونه بيا زنځير وهل پيل کړل.
د ده په عقيده، هغوى د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له کورنۍ سره د خواخوږۍ په خاطر، ځان په زنځير وهي او خپله وينه تويوي.
په کابل کې د سخي روضي د ساتنې مسوول او د اهل تشيع يوه عالم سيد ياسين علوي وويل: ((که زنځير وهل او سينه وهل حرام و، نو د لويو عالمانو له خوا فتوا صادرېدله او حرام ګڼل کېدل.))
هغه زياته کړه: ((دا ډلې چې ځانونه په زنځير وهي، يو يا دوه کسان نه دي، بلکې شمېر يې زرګونو کسانو ته رسېږي، چې ځوانان، سپين ږېري او عالمان په کې شامل دي.))
د علوي په وينا، د امام حسين خور بي بي زينب چې کله د خپل ورور او د هغه د يارانو له شهادت څخه خبرېږي، سر يې په لرګي وهلى او خپله وينه يې تويه کړې ده.
خو د شيعه ګانو يو بل عالم خالقداد بلاغي، زنځير وهل په دې ډول چې وينه تويه شي او يا بدن تور واوړي، حرام بولي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((سينه وهل او زنځير وهل يو ډول احساسات دي او سترو علماوو په دې اړه فتوا ورکړې ده، چې له بدن څخه د وينې تويېدل او د بدن تور اوښتل حرام دي.))
د دې عالم په وينا، د وينې د بانک په اډانه کې د امام حسين د وينې بانک په همدې موخه په کابل کې جوړ شوى دى، څو عزاداران بانک ته لاړ شي او خپله وينه مستحقو کسانو ته ډالۍ کړي.
بلاغي زياته کړه، چې دا بهير په خپل ځاى پاتې دى او تېره اونۍ د اهل تشيع ټولو عالمانو د دې مذهب د نوو عالمانو په شتون کې د اهل تشيع د علماوو پر فتوا ټينګار وکړ او له ټولو عزادارنو څخه يې وغوښتل، څو د وينې بانک ته لاړ شي او خپله وينه مستحقو کسانو ته ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې په دوو وروستيو کلونو کې هغو کسانو چې د زنځير وهلو پرځاى يې خپله وينه بانک ته ورکوله، ويل به يې، چې د خلکو له خوا دا حرکت د خداى په نوم له بې وسو او اړو کسانو سره د ثواب او مرستې په نيت په دواطلبانه ډول ترسره کېده.









