منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په کونړ کې د دوو کورنيو ٤٠ کلنه بدي په دوستۍ بدله شوه

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

اسعد اباد (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠): په کونړ ولايت کې په مشواڼي قوم پورې د تړليو دوو کورنيو ترمنځ د څلوېښتو کلونو بدي د يوې درنې جرګې په مټ هواره او دښمني يې په ورورګلوۍ بدله شوه.

 له نږدې نيمې پېړۍ راهيسې د مشواڼيو د ملک محمد زرين او ملک ميرعالم خان کورنيو ترمنځ دښمني وه، چې له دواړو لورو په کې ٢١ تنه وژل شوي او٣٠ نور ټپيان شوي وو.

 د همدغې بدۍ د هوارۍ په موخه د جوړې شوې جرګې مشر ملک تاجبر خان د ليندۍ په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر حامد کرزي له لوري د سلاکار وزير اسدالله وفا په مشرۍ يوه پنځلس کسيز کمېسيون ته دنده سپارل شوې وه، ترڅو په کونړ کې د دغو دوو ټبرونو ترمنځ اوږدې دښمنۍ ته د پاى ټکې کېږدي.

 هغه زياته کړه، چې د دغه کمېسيون د غړو په هلوځلو د کونړ ولايت مقام په ځانګړې پاملرنه او د کونړ د ولايتي شورا د غړو په همکارۍ د شته بدۍ د پاى ته رسېدلو لپاره قومي جرګه جوړه شوه، چې په ګډه يې له ښکېلو خواوو سره د خبرو او له هغوى څخه تر واک اخيستنې وروسته يې دواړه غاړې په هغې لويه غونډه کې په يوه ټغر کېنولې، چې ورته له کابل او نور ولاياتو څخه مشران رابلل شوي وو.

 د جوړجاړي په دغې غونډه کې، چې نن د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې جوړه شوې وه، په ولسي او مشرانو جرګو کې د خلکو استازو، د ولسمشر سلاکار وزيرانو، د لغمان والي، د خيبر پښتونخوا، ختيځو ولاياتو او د کونړ د بېلا بېلو ولسواليو مشرانو ګډون کړى وو.

 ملک تاجبر چې په جرګه کې يې کليدي رول درلود، د جرګه والو او د موضوع په حل کې له دخېلو ټولو خواوو نه مننه وکړه او د دغې خوښۍ له امله يې ټولو ته مبارکي وويله.

 نوموړي زياته کړه: ((د دغې اوږدې دښمنۍ د هوارولو لپاره له درېيو کالو راهيسې موږ په دې هڅه کې وو، چې د يادو کورنيو ترمنځ روغه جوړه وکړو، خو د ملک زرين د مړينې له امله دغه روغه جوړه ټکنۍ شوه؛ خو د وروستيو درېيو مياشتو هلوځلو دا پايله ورکړه، چې له دواړو لورو مو واکونه واخيستل او ټول مشواڼي قوم پرېکړه وکړه، که دوى د قوم خبره ونه مني او روغه جوړه ونه کړي، نو ټول قوم به له دوى سره مړى ژوندى پرېږدى.))

 ملک تاجبر وويل، چې هر لورى به بل ته د هر يوه وژل شوي تن پر سر پنځه سوه زره کلدارې او د ټپي کورنۍ ته به دوه نيم سوه زره کلدارې ورکوي.

 د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي چې د موضوع په حل کې يې مالي او معنوي مرسته کړې، په خپلو خبرو کې سوله او خبرې د ټولو مسايلو د حل وروستۍ لاره وبلله او د يادې شوې کورنۍ په خوښۍ يې ټولو کونړيانو، افغانانو او د هېواد ولسمشر ته مبارکي وويله.

 د پاکستان له خيبر پښتونخوا څخه راغلي قومي مشر مولوي عثماني، په اسلام کې د ووروګلوۍ نقش روښانه او پر پښتنو يې د اتفاق او اتحاد غږ وکړ.

 سلاکار وزير او د جمهوري رياست اړوند د شکاياتو د کمېسيون مشر اسدالله وفا، چې د شخړې د هواري دځانګړي کمېسيون د مشرتابه مسووليت يې په غاړه درلود، وويل چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې د يادې شوې کورنۍ ترمنځ د شخړې د هواري لپاره ډېر کوښښ کړى دى.

 هغه زياته کړه، چې د کونړ له خلکو سره له زړه مينه لري او د همدغې مينې له امله د کونړ خلکو او دولتي مسوولينو د ده درناوى وکړ او له ده سره يې په جرګه کې د زړه له تله همکاري وکړه.

  هغه خلکو ته ډاډ ورکړ، کومه فيصله چې جرګې کړې، دواړو غاړو ته د منلو وړ ده.

 وروسته د ملک محمد زرين او ملک مير عالم خان د کورنيو غړي، د تالار د ګډونوالو په وړاندې يو بل ته غاړې وتل.

 له دواړو خواوو څخه حاجي سخي مشواڼي او حاجي ملنګ په خپلو خبرو کې خوښي وښوده، چې د جرګې پر مټ يې دښمني په ورورګلوۍ بدله شوه.

  هغوى د دوى په خپلمنځۍ دښمنۍ کې نورو قومونو او خېلونو ته د اوښتو زيانونو له امله بښنه وغوښته او ژمنه يې وکړه، چې نور به دوى په خپلو کې د ورورګلوۍ ژوند وکړي.

 حاجي ايوب زرين د ملک زرين زوى، د ملک مير عالم له کورنۍ سره جوړجاړى او ورورګلوي د خپل پلار ارمان وباله.

 هغه زياته کړه چې پلار يې په همدغه ارمان ګور ته تللى او دى به د خپل پلار په پل له خپلو وروڼو سره په ورورۍ او اتفاق د خپل هېواد او هېوادوالو خدمت وکړي.

 د يادونې وړ ده چې پخوانى جهادي قوماندان حاجي ملک زرين، تېر کال په يوه ځانمرګي بريد کې په کونړ ولايت کې ووژل  شو.