ترينکوټ (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠): د اروزګان ملي راډيو ټلويزيون،چې پنځه مياشتې مخکې يې د يوه ځانمرګي بريد له امله ودانۍ ويجاړه شوې وه،اوس هم ړنګه پرته ده او خپرونې نه لري.
د اروزګان د ملي راډيو ټلويزيون پر ودانۍ دغه ځانمرګى بريد د روان ١٣٩٠ لمريز کال د زمري په ٦مه، غرمه مهال شاوخوا دوولس نيمې بجې شوى و.
په ياد بريد کې د پژواک خبري اژانس د ځايي خبريال احمدامېد خپلواک په ګډون ١٨ تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپي شوي وو.
خو له پلټنو او څېړنو وروسته معلومه شوه، چې احمد امېد خپلواک د ځانمرګي بريد پر مهال د راډيو تلويزيون په ودانۍ کې د ايساف د امريکايي ځواکونو له خوا وژل شوى و.
په دې پېښه کې د راډيو تلويزيون د ودانۍ ډېره برخه ويجاړه، وسايل زيانمن او له منځه ولاړل.
که څه هم له دې پېښې دا دى څه کم پنځه مياشتې تېرېږي، خو اوس هم په اروزګان کې د ملي راډيو ټلويزيون ودانۍ ړنګه پرته ده او د راډيو او ټلويزيون خپرونې هم په ټپه ولاړې دي.
د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ ښار او شاوخوا سيمو اوسېدونکي وايي، چې له پنځو مياشتو راهيسې دوى له معلوماتي، فرهنګي، سياسي او امنيتي خبرونو او خپرونو څخه بې برخې پاتې شوي دي.
د ترينکوټ ښار يو دوکاندار حاجي باري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د ملي راډيو تلويزيون له لارې د هېواد او نړۍ له معلوماتو خبرېدل.
هغه زياته کړه: ((د شپې به په خپل کور کې د ملي ټلويزيون خپرونې ليدلې او ډېر ښه معلومات به مو ترلاسه کول.))
د نوموړي په وينا، د ملي ټلويزيون د خپرونو په وسيله به د خپل ولايت د چارواکو او د هغوى له فعاليتونو هم خبرېدل، خو اوس ترې بې برخې دي.
دغه راز د ترينکوټ ښار يو بل اوسېدونکى وحيدالله هم وايي، چې د سيمې او نړۍ له حالاتو د خبرېدو لپاره ملي راډيو ټلويزيون د دوى لپاره يوه ښه سرچينه وه.
هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې ژر تر ژر دې د ملي راډيو ټلويزيون ودانۍ او دستګاوې ترميم او خپرونې دې پيل کړي.
د اروزګان د ملي راډيو ټلويزيون کمره مين محمدنسيم وطندوست وايي، چې د ځانمرګي بريد له امله د دوى د ټلويزيون او راډيو ټول وسايل له منځه ولاړل.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((اوس هېڅ په لاس کې نه لرو، نه دفتر لرو او نن هم ودانۍ او نه چا مرسته کړې، چې خپرونې بيا پيل کړو.))
خو د اروزګان د راډيو ټلويزيون امر سميع الله ممنون وايي، چې په دې وروستيو کې يې راډيو يو څه ترميم کړې او له يوه کانټينر څخه د ورځې د دوو ساعتونو لپاره خپرونې لري، خو دا خپرونې هم لنډمهاله دي.
هغه پژواک ته وويل: ((پخوا مو راډيو د ورځې اته ساعته خپرونې درلودې، اوس والي د جنراټور لپاره تېل راکړي، خو چې دغه تېل خلاص شي، خپرونې به بيا بندې شي.))
نوموړى وايي، چې دوى د خپلو ستونزو په اړه د ولايت مقام، د اطلاعاتو او کولتور له رياست، پي ار ټي او په کابل کې له مرکزي چارواکو سره شريکې کړې، خو تر اوسه چا ورسره سمه مرسته نه ده کړې.
د ممنون په وينا، پي ار ټي ورسره د راډيو د ترميم په برخه کې لږه مرسته کړې او د ولايت مقام د پنځلسو ورځو لپاره د جنراټور تېل ورکړي، خو چې تېل خلاص شي، خپرونې به يې بيا بندې شي.
د اروزګان د اطلاعاتو او کولتور رييس غلام نبي الفت هم دا ټولې ستونزې پرځای بولي او زياتوي، چې څو څو ځلې يې په مرکز کې له اړوند وزارت څخه غوښتنه کړې، چې دا ستونزې هوارې کړي، خو تر اوسه يې په اړه ګام نه دى پورته کړى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د تېلو لپاره وزارت پيسې ځانګړې کړې، چې له ځانمرګي بريده وروسته يې دغه تخصيص هم بند کړى دى.
د اروزګان والي محمدعمر شېرزاد ملي راډيو ټلويزيون د دغه ولايت خلکو ته د خبر او معلوماتو رسولو لپاره ښه وسيله بولي او زياتوي، چې ډېر ليدونکي او اورېدونکي لري.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د راډيو ټلويزيون د بيارغولو او د خپرونو د پيلولو لپاره يې ډېرې هلې ځلې کړې او په اړه يې له چارواکو سره هم ستونزې شريکې کړې دي.
د والي په وينا، سره له دې چې له يادې پېښې پنځه مياشتې تېرې شوې، خو تر اوسه هم د اطلاتو او کولتور وزارت له خوا د دې پېښې د څېړلو او د شويو زيانونو د کچې معلومولو په موخه کوم پلاوى دغه ولايت ته نه دى لېږل شوى.
شېرزاد دا هم وويل، چې ولسمشر ته يې ځانګړى مکتوب لېږلى او له هغه يې غوښتي، چې د راډيو ټلويزيون د بيارغولو لپاره بوديجه ځانګړې کړي، خو تر اوسه يې په اړه کوم اقدام نه دى شوى.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په کابل کې څلور نادولتي راډيوګانې خپرونې لري او د سبا په نوم د يوه خصوصي ټلويزيون خپرونې هم په ترينکوټ ښار کې ليدل کېږي.










