منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۸ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په سروبي کې د کابو یو میلیون دالرو په لګښت پروژې پلې کيږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

کابل ( پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠ ) : ټاکل شوې،چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کرنې، روغتیا او پوهنې په برخو کې د کابو یو میلیون دالرو په لګښت پروژې پلې شي.

د کابل ولايت وياند وسیع الله میاخیل نن د (ليندۍ ٣٠مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دغه پيسې د فرانسې هېواد مرسته کوي.

ده د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د ښوونځيو د ودانيو جوړول ، د سروبي روغتون په پرمخ تللو وسايلو سمبالتيا، د سړو خونو جوړول او بزګرانو ته د اصلاح شويو تخمونو د توزيع د مرکزونو جوړول په يادو پروژ کې شامل دي.

مياخېل وايي، چې دغه پروژې به د دواطلبۍ له لارې پلې کوونکيو شرکتونو ته ورکړل شي او تر راتلونکيو دوو مياشتو به يې کار پيل شي .

دى وايي ، چې دغه پروژې به د کابل ولايت د پراختيايي کمېټې تر نظارت لاندې پلې شي.

د کابل په نورو ولسواليو کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه پلې شوې او ټاکل شوې چې د سروبي په ولسوالۍ کې هم دغه پروسه پلې شي.

مياخيل وايي، چې د سروبي ديني علماوو او قومي مشرانو دوه ورځې مخکې د کابل له ولايتي چارواکيو سره په ناسته کې ويلي، چې  دغه ولسوالي افغان ځواکونو ته د مسووليتونو لېږد ته چمتو ده .

سرچينه زياتوي ، چې په نږدې راتلونکې کې به په سروبې کې هم د مسووليتونو د لېږد پروسه پلې شي.

په سروبي کې ، چې د کابل په ختيځ کې د کاپيسا له ناامنو ولسواليو تګاب او نجراب او جنوب لور ته له لوګر سره پوله لري،  کله ، کله د ناامنيو پېښې رامنځته کيږي.

د مياخېل په وينا، د کابل والي احمدالله علیزي تېره ورځ د کابل ولایت د پراختيايي کمېټې په نوبتي غونډه کې  ويلي چې د کابل ولایت او مرسته کوونکيو ادارو د ښې همغږۍ له امله اوس د کابل د ټولو ۱۴ ولسوالیو متوازن انکشاف ته زمینه برابره شوې ده.

عليزي په ياده غونډه کې، چې ددې ولایت د سکتوري ريیسانو،ولسوالانو او د کورنیو او بهرنيو مرسته کوونکيو ادارو د استازو په ګډون جوړه شوې وه،ويلي چې دا مهال د کابل په ټولو ولسوالیو کې بېلابېلې پراختيايي پروژې تر کار لاندې دي.