فراه ( پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٠ ) : پنځلس لرغونې سکې ، چې په يوې کوزه کې ځاى پر ځاى شوې وې ، د فراه ولايت د مرکزپه يوې لرغونې سيمه کې کشف او ددې ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست ته وسپارل شوې.
د فراه د ملي امنيت رياست يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، نن ( د مرغومي لومړۍ نېټه ) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کوزه تېر ماښام د يو شمېر ځوانانو له خوا د داراباد په کلي کې د يوې لرغونې کلا په خوا کې کشف شوې وه .
دهغه په وينا ، دغو ځوانانو چې کله غوښتل ددې کلا په خوا کې د فوټبال د ميدان لپاره ځمکه هواره کړي ، يوه کوزه يې پيدا کړه .
سرچينې په ډاګه کړه ، چې له دې کوزې څخه ١٥ لرغونې سکې د ملي امنيت د ځواکونو منګولو ته لوېدلي ، چې هغه يې د اطلاعاتو او کولتور رياست ته سپارلې دي .
د فراه ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس فريد احمد ايوبي پژواک ته وويل چې دغه کلا له ميلاد نه مخکې دورې پورې تړاو لري.
ايوبي څرګنده کړه چې عيني شاهدان په دې کوزه کې د زياتو سکو د موجوديت خبر ورکوي او له همدې امله هغوى د تلويزيون له لارې د سيمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې که دغه ډول سکې يې له ځانه سره وړې وي، نو بېرته دې راوړي.
د دارآباد کلي يوه اوسېدونکي صابر پژواک ته وويل : ” ځوانانو د کلا دېوال ته تراکتور بند کړى و او دېوال يې چپه کړ، چې ترې لاندې يې يوه کوزه پيدا کړه او هر څوک د سکو په را ټولولو بوخت شول او وتښتېدل. “
هغه وايي؛ کېداى شي د سکو شمېر له سلو زيات وي ، خو کره معلومات يې ورنکړل.
دا په داسې حال کې ده ، چې تېر کال هم د فراه ولايت په جوند ولسوالۍ کې يو شمېر کوزې کشف شوې وې ، چې ددې ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست ته سپارل شوې وې .










