کندهار ( پژواک د مرغومي لومړۍ ٩٠ ) : په کندهار ولايت کې د اوبو د تنظيم رياست مسوولين وايي، چې د دې ولايت په شمال او شمال ختيځو ولسواليو کې به د اوبو څلور نوي بندونه جوړ کړي، چې په دې توګه د اوبو د ضايع کېدو مخنيوى وشي.
د اوبو د تنظيم رئيس انجنير شېر محمد عطايي نن د مرغومي په لومړۍ نېټه، د کندهار ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې دغه څلور نوي بندونه به په شاوليکوټ، سپين بولدک، معروف او ارغستان ولسواليو کې جوړ شي.
هغه زياته کړه، يو بند په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند لوړې خوا ته جوړېږي، چې له مهالوېش سره سم به يې د راتلونکي ٢٠١٢ زېږديز کال په لومړيو کې د سروې کار د امريکايي پوځ د انجنيرانو له خوا پيل شي.
د نوموړي په وينا، پاتې نور بندونه به د شنه نري او ارغستان د سيندونو له پاسه جوړ شي، چې منځني به وي او ورسره به د اوبو د ضايع کېدو مخه ونيول شي.
دى وايي، د دهلې بند چې تر بيارغونې لاندې دى او لومړني کارونه يې شوي، پاتې بنسټيز کارونه به يې هم په راتلونکي زېږديز کال کې پيل شي.
د دهلې بند د کندهار ښار شمال شرق لوري ته د ٤٠ کيلومترو په واټن په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ارغنداب پر سيند جوړ شوى، چې د تېرو دېرشو کلونو جنګ جګړو او د نه پام له امله يې تخنيکي او ساختماني برخې ويجاړې شوې دي.
د ياد شوي بند د بيارغونې چارې دکاناډا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (C.I.D.A) لخوا د ٥٠ ميليونه کاناډايي ډالرو په لګښت دوه کاله مخکې، په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې پيل شوې، چې په روان ٢٠١١ کال کې يې بايد کارونه بشپړ شوي واى.
په دې پروژه کې د دهلې بند د تخنيکي او ساختماني برخو جوړونه، د بند او کانالونو د اړوندو دروازو او وړو توربينونو جوړول، د بند د سيمې، کمپ، باغ، ودانيو، سړکونو رغول او د کانالونو او ويالو پاکول او کيندل شامل دي.
د اوبو د تنظيم رييس د دې بند د جوړلو په برخه کې د ٤٠٠ په شمېر د کوچنيو پروژو د پلې کېدو او دغه راز د ٧٥ کيلومتره عمومي کانالونو د پاکولو خبره وکړه.
د ده په خبره، د مرستندويه ادارو او اړوند وزارت په مرسته يې د د هلې بند ٦٨ نوې لويې او وړې دورازې او دغه راز ٥٠ سربندونه رغولي، چې په پايله کې يې لسګونه زره هکتاره ځمکه تر اوبو لاندې راغلې ده.
هغه په همدې تړاو د ارغنداب سيند دواړو غاړو ته د ١٠٠ کيلومتره استنادي دېوال او دغه سيند ته د مسير ټاکلو يادونه هم وکړه.
عطايي وايي، چې په کندهار ولايت کې به د نويو بندونو په جوړولو سره د اوبو د ضياع مخه ونيول شي او کرنه به ورسره په پښو ودرول شي.
د ارغستان ولسوالۍ يوه بزګر په دې اړه له پژواک اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د سيمې خلکو له ډېره وخته په دې ولسوالۍ کې د اوبو د بندونو د جوړلو غوښتنه کوله.
هغه زياته کړه، په ارغستان ولسوالۍ کې کروندګر د اوبو ستونزه لري، که چېرې دغه بندونه ورغول شي، نو کافي اوبه به زېرمه او کرنيزې ځمکې به تر اوبو لاندې شي.
خو هغه له اړوندو مسوولينو وغوښتل، چې ياد شوي بندونه ژر تر ژره ورغوي او د نورو کارونو په څېر يې و نه ځنډوي.
کندهار د هېواد په سوېل کې پروت کرنيز ولايت دى، چې تر دې مهاله يوازې د دهلې په نوم يو بند لري، چې ٦٠ کاله وړاندې د ښار شمال لورې د شاوليکوټ ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې جوړ شوى، چې د دې ولايت د ٧ ولسواليو کرنيزو ځمکو ته اوبه ورکوي.










