ژبه

پرميرمن سورګل باندي زياتي کوونکي دى ونيول شي

حکمت

۱۱ مرغومی ۱۳۹۰ - ۲۰:۳۲

Views: ۸۱

کابل(پژواک١١مرغومى٩٠): ولسمشر حامد کرزي د کورنیو چارو امنیتي معین ته دنده وسپارله چې پر میرمن سورګل باندې د ظلم او زور زیاتي اصلي عاملین ډیر ژر ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

د ولسمشرله مطبوعاتي دفتر څخه د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوي خبرپانه کې راغلى، چې د ملي امنيت د شورا غونډه نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه.

خبرپاڼه زياته وي، چې په دغه غونډه کې حامد کرزي د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د بغلان ولایت پر اوسیدونکې میرمن سورګل  باندې د ظلم، زور زیاتي اوکورني تاو تریخوالي موضوع په جدي توګه  وڅیړي.

سرچينه کاږي، چې ولسمشر کرزي د کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلي، چې پرميرمن سورګل باندي زياتي کوونکي ډير ژرونيسي او دقانونو منګلوته يې وسپاري.

د يادونې وړده،د بغلان ولايت يوه تنه اوسيدونکي ميرمن سورګل د خپل کور په تشناب کې له شپږو مياشتو بند وروسته چي د خاوند د کورنۍ له خوا بندي شوې وه د مرغومي په ٦مه خوشې شوه او نوموړي اوسمهال په کابل کې له درملنۍ لاندي ده.